شاته

سره صلیب نړیوالې کمیټې افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډولي

د سره صلیب نړیوالې کمیټې په افغانستان کې خپل فعالیتونه وروسته له هغه وځنډول، چې د چهارشنبې په ورځ د جوزجان ولایت د قوشتیپېولسوالۍد ترکمن قدوق په سیمه کې د دې کمیټې پر کارکوونکو وسله وال برید وشو.

په دې برید کې د سره صلیب د کمیټې شپږ افغان کارکوونکي ووژل شول او دوه یېهم لادرکه شوي دي.

د سره صلیب د کمیټې عمومي مشر ډومینیک سټیلهارټ د دغې کمیټې په مرکز ژینیو کې د دې پیښطپه دې اړه وویل: "موږ په افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډولي، ځکه وړاندې تر دې چې خپل فعلالیتونه بیا پېل کړو، غواړو پوه شو چې اصلا څه پېښ شوي دي".

د سره صلیب د نړیوالې ګميټې کارکوونکو په شمال کې هغه سیمو ته توکي لېږدول چې د وارورو وروستیو اورښتونو او توپانونو ځپلي دي.

د سره صلیب د نړیوالې ګميټې په کارکوونکود برید مسولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی، خو د افغانستان د جوزجان ولایت سیمه ایزو چارواکو د دغې کميټې په کارکوونکو برید د اسلامي دولت یا داعش د وسله والو کار ګڼلی دی.

د جوزجان د والي ویاند رضا غفوري امریکا غږ ته وویل چې دا برید د دغه ولایت د قوشتیپې په ولسوالۍکې د اسلامي دولت یا داعش د وسله والو له خوا شوی دی، هغه وویل چې د سره صلیب د کمیټې دوه کارکوونکي هم د دغې ډلې وسله والو له ځان سره وړي دي.

پخپله داعش د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی.

خو طالبانو په یوه اعلامیه کې دجوزجان ولایت قوش تيپې ولسوالۍ کې د نړیوال سره صلیب د موټرو پر کاروان په برید کې خپلو وسله والو لاس لرل رد کړي او ژمنه یې کړې چې د دغې پیښې عاملینوته د سزا د ورکولو لپاره به چې څه یې په وس پوره وي ترسره کړي.