شاته

روسیه په شانګهاي سازمان کې د افغانستان د دایمي غړیتوب ملاتړ کوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف د شانګهاي همکاریو سازمان د کتونکي په توګه د افغانستان همکاري ستایلي او ټینګار یې کړی چې دغه هېواد د یاد سازمان دایمي غړیتوب ترلاسه کړي.

لاوروف دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ [فبرورۍ ۷] له خپل افغان سیال، صلاح الدین رباني سره په مسکو کې تر لیدنې وروسته کړي دي.

د شانګهاي سازمان د چین په نوښت په ۲۰۰۱ کال کې جوړ شو چې موخه د سیمې د هېوادونو ترمنځ د امنیتي، سیاسي او اقتصادي همکاریو پراخول دي.

چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان د سازمان بشپړ غړیتوب لري په داسې حال کې چې د افغانستان په ګډون ایران، پاکستان، منګولیا، او بلاروس یې د کتونکي په توګه منلي دي.

دا لومړی ځل دی چې د روسیې یو جګپوړی مقام په شانګهای سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړیتوب څخه ملاتړ اعلانوي.

تردې پخوا افغان چارواکو د شانګهاي په سازمان کې د بشپړ غړیتوب د ترلاسه کولو غوښتنه کړې وه.

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئيس، عبدالله عبدالله دوه کاله وړاندې د شانګهاي په یوې غونډې کې ویلي و چې "د خپل جغرافیايي موقیعت په پام کې نیولو سره، افغانستان کولی شي په سیمې کې د نښلونکي هېواد په توګه خپله ونډه ادا کړي او له همدې امله د شانګهاي همکاریو په سازمان کې د دایمي غړیتوب لپاره ارزښت ورکوي."

د سولې لپاره د کابل-مسکو ګډ درک

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د کابل او مسکو ترمنځ د واحد درک رامنځته کیدل به په افغانستان کې د سولې بهیر چټک کړي.

په پام کې ده روسیه د فبرورۍ میاشتې په اوږدو د پاکستان، هند او ایران په ګډون د پنځو هېوادونو د استازو د یوې غونډې کوربنه وي.

دغې غونډې کې چې افغان پلاوی هم پکې ګډون کوي په افغانستان کې د امنیتي حالاتو او ددغه هېواد د سولې پر مذاکراتو بحث کیږي.

روسیه ټینګار کوي چې د امریکا او روسیې ترمنځ نږدې همکاري په افغانستان کې د سولې او ثبات سره مرسته کوي. خو داسې ښکاري چې د افغانستان په اړه د مسکو په جوړیدونکې غونډې کې به د واشنګټن استازي حضور ونه لري.