شاته

یوناما: داعش او هوايي بریدونو د ملکي افغانانو مرګ‌ژوبله زیاته کړې

د ملکي افغانانو د مرګ‌ژوبلې په اړه د یوناما تازه رپوټ ښيي، چې په ۲۰۱۶ کال کې د داعش ډلې د بریدونو او د افغان او بهرنیو ځواکونو د هوايي بمباریو له امله د ملکيانو افغانانو په ځانګړې توګه د ماشومانو د مرګ‌ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د دوشنبې په ورځ د ملکي افغانانو د مرګ‌ژوبلې په اړه خپل کلنی رپوټ خپور کړ.

د رپوټ له مخې، په ۲۰۱۶ عیسوي کال کې ۳۴۹۸ ملکي افغانان په چاودنو، هوايي بریدونو او وسله‌والو نښتو کې وژل شوي او ۷۹۲۰ ټپیان شوي دي.

په ۲۰۱۵ عیسوي کال کې ۳۵۴۵ ملکيان په افغانستان کې وژل شوي وو او څه باندې ۷۴۵۰ ټپیان شوي وو.

د یوناما تازه رپوټ ښيي، چې د ۲۰۱۵ کال په پرتله په ۲۰۱۶ کال کې د وژل شویو ملکي افغانانو په شمیر کې دوه فیصده کموالی راغلی، خو د ټپيانو شمیر شپږ فیصده زیات شوی دی.

یوناما ویلي، په ۲۰۱۶ عیسوي کال کې د داعش ډلې د بریدونو په نتیجه کې ۲۰۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۶۹۰ نور ټپيان شوي دي.

د یوناما مشر تدامیچي یاماماتو د رپوټ په هکله خبریالانو ته د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل، په ۲۰۱۶ کال کې د داعش ډلې له خوا ملکي افغانانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې کچه د ۲۰۱۵ کال په پرتله لس برابره زیاته شوې ده.

هغه وویل "دا بریدونه د جګړې د پیچلې کولو او د افغانانو ترمنځ د نفاق اچولو په موخه ترسره کیږي، باید روښانه کړم چې دا بریدونه جګړه ایز جرمونه شمیرل کیږي."

د یوناما د شمیرو له مخې، په ۲۰۱۵ کال کې ۳۹ ملکي افغانان د داعش ډلې له خوا وژل شوي وو او ۴۳ نور ټپيان شوي وو.

هوايي بریدونه

یوناما دغه راز په خپل کلني رپوټ کې ویلي، چې په ۲۰۱۶ کال کې د افغان او بهرنیو ځواکونو له خوا د ترسره شویو هوايي بریدونو په نتیجه کې ۲۵۰ ملکيان وژل شوي او ۳۴۰ نور ټپيان شوي دي.

دا شمیره د ۲۰۱۵ کال په پرتله په هوايي بریدونو کې ملکي افغانانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې دوه برابره زیاتوالی ښيي.

یوناما ویلي، چې د هوايي بریدونو ۵۲ فیصده قُربانیان ښځې او ماشومان دي او ټینگار یې کړی، چې افغان او بهرني هوايي ځواکونه باید د عملیاتو د ترسره کولو پر مهال د ملکي افغانانو د ژوند خوندیتوب ته جدي پام وکړی.

یوناما په دې رپوټ کې، د ملکي افغانانو د ۶۱ فیصده مرګ‌ژوبلې مسولیت د افغانستان د دولت وسله‌والو مخالفینو په غاړه اچولی دی.

وسله‌والو طالبانو د یوناما رپوټ نیمګړی بللی او هغه یې رد کړی دی.

دغې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو، ۱۲.۴۲ فیصده ملکي افغانانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې مسولیت منلی او ادعا یې کړې، چې په ۲۰۱۶ کال کې ملکي افغانانو ته تر ټولو زیاته مرګ‌ژوبله بهرنیو او افغان ځواکونو اړولې ده.

د طالبانو په اعلامیې کې راغلي، چې افغان او بهرنیو ځواکونو په ۲۰۱۶ کال کې ۷۷.۱ فیصده ملکي افغانانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده او دغه راز د ۱۷.۴۸ فیصده ملکیانو په وژنه کې یې د داعش ډله ګرم بللې ده.

خو یوناما په خپل رپوټ کې ویلي، چې په ۲۰۱۶ کال کې ۲۴ فیصده ملکي وګړو ته د حکومت پلوه ځواکونو له خوا مرګ ژوبله اوښتې ده.

افغان حکومت لا تر اوسه د یوناما رپوټ او د طالبانو اعلامیې ته غبرګون نه دی ښودلی.

د یوناما د رپوټ له مخې د لس فیصده نورو ملکیانو د مرګ‌ژوبلې مسولیت، چې په مخامخ جګړو کې وژل شوي او یا ټپیان شوي، تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستي.

یوناما دغه راز ویلي، چې پنځه فیصده ملکي افغانانو ته د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنې له امله مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د ماشومانو د مرګ‌ژوبلې زیاتوالی

د ملکي افغانانو د مرګ‌ژوبلې په اړه د یوناما په کلني رپوټ کې راغلي، چې په ۲۰۱۶ کال کې ۹۲۳ ماشومان وژل شوي او ۲۵۸۹ نور ټپيان شوي، چې دا شمیره د ۲۰۱۵ کال په پرتله د افغان ماشومانو د مرګ‌ژوبلې په کچه کې ۲۴ فیصده زیاتوالی ښيي.

د یوناما مشر تدامیچي یاماماتو په افغانستان کې د جګړې له ښکیلو غاړو څخه وغوښتل، چې د جګړې اصول مراعت کړي او ملکي افغانانو ته د مرګ‌ژوبلې له اړولو څخه ډډه وکړي.