شاته

یو افغان دیپلومات په کراچۍ کې ووژل شو

یو افغان دیپلومات د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د افغانستان د قنسولگرۍ دننه د پاکستاني مقاماتو په وینا د "شخصي لانجې" په نتیجه کې ووژل شو.

د کراچۍ د پولیسو یو مقام ثاقب اسماعیل د رویترز خبري اژانس ته ویلي دي چې د افغانستان د قنسولگرۍ دریم سکرتر ددې ادارې د یو ساتونکي له خوا چې هغه هم یو افغان دی، ووژل شو او ددې چارواکي په وینا اوس بریدگر په توقیف کې دی.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال هم په خپله ټویټر پاڼه کې دا پیښه تائید کړې ده او لیکلي یې دي چې حمله کوونکی افغان دی او د پیښې دلیل ظاهراً شخصي دعوا وه.

یو شمیر رسنیو د افغان دیپلوماتانو له قوله چې نومونه یې نه دي ذکر شوي لیکلي دي چې وژل شوی افغان دیپلومات ذکي عبده نومیده. خو تر اوسه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ددې دیپلومات هویت نه دی بربنډ کړی.