شاته

ټرمپ: که فرمان عملي نشي، بد خلک به امریکا ته راننوځي

سروې گانې څرگندوی چی تقریبا نیمايی امریکا یان د سفر د بندیز ملاتړ کوی، د خلکو نظریات د هغوی د گوندونو پر بنسټ له یو بل سره توپیر لري.

په متحده ایالاتو کې د سان فرانسیسکو د استیناف محکمې د جمهور رئیس ټرمپ د حکومت نه وغوښتل چی د مهاجرینو او د اوه هیوادونو څخه د خلکو پر راتگ د بندیز د اجرائیوي فرمان په اړه د دوشنبې تر ماسپښین پورې نور دلایل وړاندې کړي.

د حکومت په استازیتوب د عدلېې وزارت یو جگپوړي چارواکي استدلال وکړ چی د جمهوررئیس اجرايی فرمانونه په دې تړاو دی چې څوک هېواد ته راتللی شي او څوک نه شي، او دا پریکړه کول د محکمې کار نه دی.

د حکومت غوښتنه داوه چی اجرايی فرمان دې بیرته سمدلاسه نافذ‍شي خو د ا ستیناف د محکمې قاضي د حکومت دا غوښتنه رد کړله.

په فلوریډا کې، په همدې اړه د شنبی په ورځ تقریبا درې زرو کسانو د ولسمشر ټرمپ دسفر د بندیز د فرمان خلاف مظاهرې وکړلی.

ولسمشر ټرمپ د دې اونۍ د پای په رخصتۍ کې د فلوریډا په ایالت کې خپل کور مارالاگو ته تللی دی. نو خلک هم هماغلتهد سفرونو د بندیز د اجرايی فرما ن په اړه د مظاهرو لپاره راټول شوي ول.

یوه ښځه د هوايي ډگر د راتلونکیو مسافرانو لپاره د مهاجرت په اړه وړیا خدمتونه عرضه کوي

یوه ښځه د هوايي ډگر د راتلونکیو مسافرانو لپاره د مهاجرت په اړه وړیا خدمتونه عرضه کوي

مظاهرې په فلوریډا کې د ولسمشر ټرمپ د شخصي جایداد ټرمپ پلازا په سیمه یعنې غربي پام بیچ کې پېل شولی. فرانک سمېت سن د میامې یومظاهره کوونکي وویل " دغه بندیز د گټې پرځای تاوان لري، د نړۍ نور خلک له موږنه کرکه کوي او د داعش لپاره د جلب او جذب وسیله ده."

مظاهره چیانو له ځان سرهیو تابو ت گرځاوه چی د امریکا بیرغ ېې ترینه تاو کړی. هغوی ویل چې دا د دموکراسی مرگڅرگندوي.

بریندا مسیدو د ښوونځي یوه معلمه چې په مظاهره کې ېې گډون کړی د ولسمشر ټرمپ د ژمنو په اړه وویل: ".. دهغه د انتخاباتي مبارزو د وخت وعدې د کارگرې طبقی له یوعام سړی سره مرسته نه کوي، هغه وعدې چې هغه وکړلې هغه حقیقت نه وې. ډیرخلک پرې پوهېږی خو له بده مرغه د امریکا په مرکزي ایالتونو کې پرې خلک نپوهېږي".

الېکس نووېل ټېلر د مظاهرې ېوې تنظیموونکې وویل ددې عوامل ډېر دي او داگرانه چې په ېوه ټکي تمرکز وشي. هغې وویل "..زه آحساس کوم چې زموږ حقوق له هرې خوانه له گواښ سره مخامخ دي. مقصد ېې دادی چې موږ بې زړه کړي؛ خو موږ نه بېریږو. زموږ پر ازادیو او زموږ پر ژوند باندی برید کېږي نوله همدې امله ټرمپ دلته د رخصتۍ تیرولو مستحق ندي.

یوه بله مېرمن او دهغې خاوند چې په دې میاشت کې دواړه اتیا کلن کېږي هم مظاهرې ته راغلي ول. د هغه مېرمنې وویل دا هغه امریکا نده چی موږ پکې رالوی شوي یو او موږ نه غواړو چې زموږ پر مدني حقوقو ناوړه اغېزې وشي.

د ماښام له اتوبجو نه وروسته تقریبا څو سوه کسان له پله نه تیرشول او د مارالاگو په مخکې ېې مظاهره وکړله. د پله په اخره برخه کې تقریبا شل پولیسانو چې د بلوا د مخنیوي پهجامو او وسایلوسنبال ول، د پله وروستۍ برخه ېې بنده کړې وه، خو کومه ستونزه پېښه نشوه.

کله چې فیدرالي قاضی جیمز روبارت په واشنگټن سټېټ کې د ولسمشر ټرمپ اجرايی فرمان چی د ایران، عراق، لېبیا، سومالیا، سوډان ، سوریې او یمن نه ېې د ویزې لرونکي بندول، په موقتي ډول معطل کړ. تردې یو څو ساعته ولسمشر ټرمپ پرهغه په ټوېټر کې د شنبې په سهار د وخته پرهغه کلک انتقاد وکړ.

"... زموږ هېواد کوم پړاو ته رسیدلی دی چی یوقاضی دکورني امنیت د وزارت د سفر بندیز د هر چا او حتی هغو کسانو لپاره هم ماتولی شي چې امریکا ته په راتلو کې ناوړه مقاصد لري."

د قاضی پر حکم یوشمېر ستر هوايی شرکتونو لکه اېرفرانس، برېتش ایرویز، او اماراتو مسافرانو ته اجازه ورکړله چی له ٧ ممنوعو هېوادونو نه مسافران امریکا ته ورسوي.

خو ولسمشر ټرمپ د 69 کلن قاضی روبارت فیصله په دې اړه دخندا وړ وبلله. قاضې روبارت په قانوني چارو کې د یو محافظه کار په نامه شهرت لري او په ٢٠٠۴ میلادی کال کې ولسمشر جورج بش ټاکلی و.

ولسمشر ټرمپ او میرمن ملانیا ټرمپ د فبروری په څلورمه په فلوریډا کې

ولسمشر ټرمپ او میرمن ملانیا ټرمپ د فبروری په څلورمه په فلوریډا کې

ولسمشر ټرمپ دا خبرداری ورکړ چې دغه راز حکم به ډېرو داسی کسانو ته چې زموږ د هېواد لپاره خطرناک دي اجازه ورکړي چې هېواد ته راشي.

د ولسمشر ټرمپ یوشمېر پلویانو هم دهغه په ملاتړ ددې شعار په گرځولو سره مظاهره وکړله چې ویل ېې " امریکا بیرته خوندي کړه!"

په سیاتل کې د جمعی په ورځ د محکمی حکم کې وویل شول چی واشنگټن سټېټ او مېنې سوتا داسی قانوني دلایل لري چی د ولسمشر ټرمپ د اجرايي فرمان خلاف چې پر مهاجرو ېې د ١٢٠ ورځو بندیز لگولی دی قانوني دعوه دایر کړي.

پردې سر بیره دادریمه اونۍ ده چی په ټوله امریکا او له امریکا نه بهر د ډانلډ ټرمپ د یوشمیر پالیسیو او د جمهوری ریاست د څرنگوالی خلاف مظآهرې کېږی.

په لندن کې دشنبی په ورځ څو زره کسان د امریکا له سفارت نه بهر راټول شوي وو، د ډانلډ خلاف شعارونه اوپوسترونه ېې انتقالولو.

دغه مظاهرې د نژادی تفرقې خلاف یوشمیر او له مسلمانانو نه د کرکې خلاف هغو ډلو تنظیم کړی وی چی مسلمانانو استازیتوب کوی.

په برلین ا وپاریس کې هم تقریبا زر تنو په همدې اړهمظاهرې وکړلی. په ا سترالیا کې هم تقریبا زر تنو د سدنی په ښار کې مظاهرې وکړلې.

د اې بي سې د جمعی د ورځې سروې څرگندوي چی دامریکا 45 فیصده اتباع پر سفر د بندیز ملاتړ کوي، خو یو پنځوس فیصده ېې مخالفت کوي.