شاته

کویټ وايي پر افغانانو یې بندیز نه دی لګولی

د کويټ د بهرنیو چارو وزارت دغه هېواد ته د افغانانو په ورتګ د بندیز خبره رد کړه.

د کویټ چارواکو همدغه راز د ځینو نورو مسلمانو هېوادونو پر وګړو د دا ډول بندیز لګولو راپورونه هم رد کړل.
تېره اونۍ د اردن یوې خبري ویپاڼې، البوابه، راپور ورکړی و چې کویټ هم د امریکا د ولسمشر ټرمپ پر پل قدم کېښود اودغه هېواد ته یې د افغانستان، پاکستان، ایران، عراق او سوریې د وګړو پر ننوتلو بندیز ولګوه.

ښاغلي ټرمپ د دغه خبر له خپرېدو وروسته دا یو معقول کار وباله او ویې ستایه.

خو د کویټ د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ دا راپورونه په کلکه رد کړل او وویل چې د دغو هېوادونو وګړي په کویټ کې لویې ټولنې لري او دغه هېواد ته ازاد تګ راتګ کولی شي.

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ تېره اونۍ د یو فرمان په لاسلیک کولو سره امریکا ته د ایران، عراق، سوریې، یمن، سوډان، لیبیا او سومالیا د وګړو پر ننوتلو بندیز ولګوه.

خو د دغو هېوادونو مذهبي اقلیتونه په دغه فرمان کې شامل نه دي. دا بندیز ۹۰ ورځې دی، خو د سوریې په اړه یې دقیق وخت نه دی ټاکلی.

دغه فرمان کور دننه او بهر لوی غبرګونونه راوپارول او په امریکا کې یې خلک پر ضد مظاهرې کوي.

په دغه لړ کې د اسلامي هېوادونو سازمان په دې اړه لویه اندېښنه وښوده. دغه سازمان چې شاوخوا ۵۷ اسلامي هېوادونه یې غړي دي، ویلي چې امریکا ته د مسلمانانو پر ورتګ د بندیز ګټه شاید افراطیانو او تندلارو ته ورسیږي.

په همدې حال کې د متحدو عربو اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید ویلي چې د ښاغلي ټرمپ دغه پرېکړه مسلمانان نه په نښه کوي او د امریکا یوه داخلي مسئله ده.