شاته

پترییس: د ژباړونکو حفاظت زمونږ اخلاقي دنده ده

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پخوانی قوماندان او د امریکا د اسخباراتي ادارې یا CIA پخوانی مشر وایي په یو نورمال حالت کې ژباړونکي په خپل هیواد کې پاتې کیدای شي خو کله چې دا ممکن نه وي نو امریکا باید هغوی ته د امن ځای برابر کړي.

په عراق او افغانستان کې د امریکا د پوځ په لاسته راوړونوکې سیمه ایزو ژباړونکو مهم رول ادا کړی. اکثره ژباړونکي د خپل ځان او د کورنۍ د ژوند په قیمت د امریکا پوځ سره مرسته کړې ده.

د امریکا د پوځ متقاعد جنرال دیوید پتریس د جمعې په ورځ په واشنگتن کې د امریکین انترپرایز انستیتوت په څیړنیز مرکز کې په یوې غونډه کې د امریکا د نوي حکومت نه وغوښتل چې هغو خلکو ته امریکا ته د راتگ اجازه وکړي چې د امریکایي عسکرو سره ترجمان پاتې شوي.

ځکه چې د هغه په وینا چا چې د امریکایانو سره په وروستیو جگړو کې مرسته کړې، خوندي ساتل یې سم کار دی."فکر کوم دا ډیر منطقي کار هم دی ځکه څوک څه خبر مونږ بیا په بل ځای کې داسې کسانو ته اړ شو."

د جنرال پیتریس دا څرگندونې په داسې حال کېږي چې تیره اونۍ د امریکا جمهور رئیس ډونلد ترمپ د عراق په شمول د اوو اکثریت مسلمانو هیوادنو څخه امریکا ته د خلکو راتگ باندې بندیز ولگوو. خو دا فرمان په افغانانو باندې اغیزه نکوي.

جنرال پترییس وویل امریکا د چا سره تعهد ندی کړی خو د خطرسره مخامخ ترجمانانو ته پناه ورکول یوه اخلاقي دنده ده.

جنرال پترییس زیاته کړه "زه فکر نکوم چې هغوی ته څه ژمنه شوې وه، چې که چېرې ته دا وکړئ نو مونږ به بیا تا امریکا ته راولو، خو فکر کوم چې دا د هغو کسانو په وړاندې یو اخلاقي مسولیت دی چې مونږ سره یې خطر منلی او دا د راتلونکې لپاره مهمه ده."

جنرال پتریس خوشبینه دی چې د امریکا د دفاع وزیر جنرال جمیز متیز په دې مسلې باندې به غور وکړي.

په متحده ایالاتو کې د 'څوک به شاته پاتې نشي' په نوم یو خیریه سازمان چې د یو متقاعد امریکایي پوځي، متیو زیلر په مټ جوړ شوی د ٢٠١٣ میلادي کال نه راپدیخوا هڅه کوي چې د هغو ژباړونکو ژوند وژغوري چې په افغانستان او عراق کې د امریکایي عسکرو سره یې مرسته کړې ده.

د دې سازمان د هلو ځلو سره متحده ایالات په عراق او افغانستان کې د ژباړونکو لپاره د ځانگړې ویزې د ورکولو پیل وکړ.

د دغه سازمان د ویب پاڼې له مخې تراوسه پورې ٩٣٢,٦٠٠ ډالره بسپنه ټوله شوې، ٢٧٨٢ خلکو سره مرسته شوې او څه باندې ٣٥ زره ژباړونکې په عراق او افغانستان کې پاتې دي.

افغان ژباړونکی جینس شینواری په ٢٠٠٨ میلادي کال کې په افغانستان کې د دې سازمان د موسس متیو زیلر ژوند وژغورو.

جینس شینواری د ژباړونکو د حقونو فعال دی

جینس شینواری د ژباړونکو د حقونو فعال دی

جینس د پنځو امریکایي پوځیانو ژوند ژغورلی. "متیو زیلر پنځم امریکایي پوځي و چې ما یې ژوند وژغورو، ما هغه نه پیژندو، ما هغه د دې لپاره ندی ژغورلی چې هغه به بیا ما امریکا ته بوځي. هغه ما ته څو ځلي وویل چې راشه امریکا ته ما وویل نه زه غواړم خپلو خلکو او هیواد سره مرسته وکړم."

خو جینس شینواری بلاخره اړ شو چې په ٢٠١٣ کال کې امریکا ته راشي. هغه اوس د دغه سازمان یو فعاله غړی دی.

زیلر وایي تر اوسه یې شاوخوا څلور زره ژباړونکي په امریکا کې خوندي کړي خو په زرگونه نور ترجمانان لا په عراق او افغانستان کې پاتې دي.

د جنرال پترییس په وینا یوازې په افغانستان کې شاوخوا ٧ زره کسان پاتې دي چې د امریکا د پوځ سره یې مرسته کړې و اوس یې ژوند د خطر سره مخ دی.