شاته

لوګر، پکتیا او خوست ته د بریښنا رسونې تړونونه لاسلیک شول

نن په ارګ کې د افغانستان د بریښنا شرکت د جګوار او انجلیک په نوم له دوو هندي کمپینو سره لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو ته د بریښنا رسونې دوه تړونونه لاسلیک کړل.

د بریښنا رسونې پر دغو دوو پروژو، چې ۵۵.۸ میلیون امریکايي ډالر لګښت راځي،د آسیا پراختیايي بانک له خوا تمویل کیږي.

ټاکل شوې چې دا پروژې تر راتلونکو څلورو میاشتو بشپړې شي او په مټ به یې تر ۲۰۱۸ میلادي کاله پورې په لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې ۴۴۵۰۰ کورنۍ له بريښنا برخمنې شي.

د افغانستان د بریښنا شرکت رئیس قدرت الله دلاوري د تړونونو د لاسلیک کولو پر مهال وویل، "د دغو پروژو په بشپړیدو سره به د لوګر ولایت په پُل علم کې ۱۳۰۰۰، د پکتیا ولایت په ګردیز او ځدراڼو کې ۱۸۵۰۰ او په خوست کې ۱۳۰۰۰ کورنۍ، له بريښنا څخه برخمنې شي."

د ښاغلي دلاوري پر وینا، د دغو پروژو په عملي کولو کې به افغاني شرکتونه هم له هندي کمپنیو سره همکاري وکړي.

د آسیا پراختیايي بانک استازي توماس پنیلا وویل، د دغو پروژو لګښت د ۱.۴۹ میلیون ډالرو مرستې د ژمنې پر بنسټ، چې د آسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره کړې، ورکول کیږي.

ښاغلي پنیلا زیاته کړه، چې د آسیا پراخیتايي بانک د دغو پروژو د عملي کولو لپاره تخنیکي مرستې هم کړې دي.

هغه ټینګار وکړ، چې د داسې پروژو عملي کول په افغانستان کې د کارموندنې او د دغه هیواد د پرمختګ لامل کیږي.

دا پروژې به وروسته له هغې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، چې له ترکمنستان څخه د ۵۰۰ کیلو ولټه بریښنا مزي افغانستان ته وغځول شي.

د افغانستان حکومت په پام کې لري، چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې په دغه هیواد کې د دوه زره میګا واټه بریښنا د تولید لپاره شپږ میلیارده امریکايي ډالر پانګونه وکړي.

اوسمهال افغانستان ټول‌ټال ۱۶۰۰ میګاواټه بریښنا لري، چې د دغه هیواد د اوسیدونکو لپاره بسنه نه کوي.

د دغې اندازې بریښنا ۱۰۰۰ میګاواټه یې له بهر څخه واردیږي او پاتې برخه یې له کورنیو سرچینو څخه ترلاسه کیږي.