شاته

په کشمیر کې واورو هندي پوځیان لاندې کړل

پنځه هندي عسکر د کنترول د نظامې کرښې په غاړه کې چې کشمیر د هند او پاکستان ترمنځ ویشي، تر واورو لاندی شول.

د هند د پوځ یو ویاند راجیش کالیا وویل چې د هوا د خرابوالي سره سره د ژغورنې عملیات پیل شوي دي. دغو عسکرو ګزمه کوله چې د ماچیل په سیمه کې تر واورو لاندې شول.

په هندي کشمیر کې مقاماتو خبرداری ورکړی و چې ددې سیمې په ډېرو برخو کې په تېره بیا د کنترول د کرښې په غاړه کې شاید د واورو طوفان وشي او واورې وښویوي.

د چارشنبې په ورځ د واورو دوه طوفانونه وشول چې یوه نظامي پوسته او ۲۱ عسکر یې لاندې کړل. په دوو ورځو کې اووه تنه وژغورل شول او ۱۴ نور یې مړه شول.

په همدې ورځ د یوې کورنۍ څلور کسه او د هندي پوځ یو صاحب منصب په طوفان کې مړه شول. په کشمیر کې د سختې واورې د ورېدو له کبله، برېښنا او مخابراتي وسایل له کاره لویدلي او د لوړو سیمو نه چې خطر په کې ډیر دی، سلگونه اوسیدونکي نورو ځایونو ته انتقال شویدي.

په هندي کشمیر کې د واورو ډېر طوفانونه راځي او ځمکې ښوییږي.

په ۲۰۱۲ کال د کنترول د کرښې په غاړه کې ١۴٠ تنه د واورو طوفان لاندې کړل چې ١٢٩ یې پاکستاني عسکر وو.