شاته

هلک او نجلۍ له کوژدې مخکې سره لېدلای شي؟

هر هلک او نجلۍ غواړي له داسې چا سره خپل ژوند شریک کړي چې د دوی په زړه برابر وي، خو له بده مرغه په افغانستان کې بیا هلک او نجلۍ له کوژدې مخکې نه شي سره لیدلی او مجبور دي په پټو سترګو یو بل ومني.

که چېرې هلک او نجلۍ له کوژدې مخکې سره ونه ګوري او د کورنۍ په خوښه کوژده وکړي، په راتلونکي کې چې کله لانجې کوي، خپلې کورنۍ ته وايي، دا نجلۍ زما خوښه نه وه یا ما لیدلې نه وه، تاسې راته کړې، خو که له کوژدې مخکې سره وګورې د تاوتریخوالي لپاره به دا بهانه هم پاتې نه شي.

دیني عالم مولوي محمد علیم بسمل وايي، له کوژدې مخکې لیدل سره له دې چې په اسلام کې جواز لري، بلکې یو ښه عمل هم ګڼل شوی.

هغه وايي که چېرې په ناخوښۍ او ناخبرۍ کې نجونې او هلکان یو بل ته ودېږي او سبا یې ترمنځ څه ستونزه جوړېږي، مسؤلیت یې د کورنیو مشرانو ته راجع کېږي.

تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئ:facebook.com/TandySangy

دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي ادرس هم موندلی شئ: pa.azadiradio.com

او د همایون هېواد پر دې برېښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ: hewadm@rferl.org

یادونه: "تاندې څانګې" د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه هره شنبې د دوه بجو او د سې شنبې په سهار د ۱۰ بجو په خپرونه کې خپرېږي.

د تاندې څانګې دغه بشپړ خپرونه د غږ تڼۍ په کېکاږلو سره اورېدلای شئ: