شاته

د برتانیا صدراعظمه وايي ډېرو مسایلو کې ټرمپ سره موافقه ده

د برتانیا لومړۍ وزېرې تېریسا مې په سپینې ماڼۍ کې د امریکا له نوي ولسمشر ډونالد ټرمپ سره ولیدل.

هغه لومړنۍ بهرنۍ مشره ده چې د امریکا له نوي ولسمشر ډونالد ټرمپ سره ګوري. میرمن مې وویل چې له ښاغلي ټرمپ سره په ډېرو مسایلو کې همغږې او موافقه ده.

په خپله ولسمشر ټرمپ وویل چې د برتانیا او امریکا د خلکو لپاره ښې ورځې را روانې دي. برتانیا او امریکا دواړه غواړې چې په نړیواله کچه خپلې اقتصادې اړیکې اصلاح کړې، برتانیا د اروپايی ټولنې څخه خپل وتل ځنډولي او ټرمپ د ۱۲ هېوادونو له سوداګریز تړون څخه امریکا وویستله.

له اروپايي ټولنې څخه د برتانیا د وتلو په پلان کې د کډوالو کنټرولول هم شامل دي، خو میرمن مې لا په دې اړه کوم پلان نه دی اعلان کړی.

د برتانیا صدراعظمې وویل چې امریکا او برتانیا غواړي چې خپلې ګټې وساتي خو د تیر وخت ناکامه پالیسې تعقیب نکړي.

هغې په ځینو نړیوالو ادارو کې لکه ناټو او ملګرو ملتونو کې د اصلاحاتو غوښتنه هم وکړه او تر څنګ یې وویل چې دا ډول نړیوالې ادارې دې باید په امریکا ډېره تکیه ونکړي.

په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر ویلي چې ولسمشر ټرمپ پر نړیوالو ټولنو باندې د مالي مرستو د بندولو پرېکړه نه ده کړې، په دغو نړیوالو ټولنو کې ملګري ملتونه هم شامل دي.

دغو دواړو مشرانو له خصوصي ملاقات وروسته په سپینې ماڼې کې خبري کنفرانس هم ورکړ.