
د مهسا امیني د مرګ کال د پوره کېدو په مناسبت امریکې، برطانیې او کېنېډې په ایران نوي پابندۍ لګولي
د ایران د اخلاقي پولیس په ولقه کې د مهسا امیني د مرګ کال پوره کېدو په مناسبت امریکې، برطانیې او کېنېډې د جمعې په ورځ په ایران نوي پابندۍ اعلان کړې.
تېر کال د سېپټمبر په 16 نېټه د 22 کلنې امیني د مرګ په سر په ټول ایران کې احتجاجونه راوپارېدل چې څو میاشتې يې دوام لرلو.
د انساني حقونو فعالان وايي احتجاجونه خاشوشه کولو دپاره د ایران په حکومتي اقداماتو کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي، زندانونو ته اچول شوي او ځینو ته په کې د مرګ سزاګانې ورکړی شوي دي.
پولیس امیني په دې الزام نیولي وه چې حجاب یې په مناسب ډول نه اغوستی.
د امیني د مرګ کال د پوره کېدو په موقع د احتجاجونو مخنیوي دپاره د هغې په پلرني کلي کې په لویه شمېره کې امنیتي ځواکونه ګمارل شوي دي.
امریکې، برطانیې، کېنېډې او پورپین یونین په ایران ګڼ شمېر پابندۍ په دې الزام لګولي چې د امیني د مرګ په لړ کې د احتجاجونو په ضد یې د تشدد نه کار اخیستی دی.
د امريکې خارجه وزیر اېنټني بلېکن په یو بیان کې وویل د ایران د اخلاقي پولیس په ولقه کې د امیني "غمناک" مرګ په ټول ایران کې احتجاجونه راوپارل چې "د ناقابل بیان تشدد، اجتماعي ګرفتاریو، د انټرنېټ په منظمه توګه د معطلۍ او د ایراني ریژیم د سېنسرشپ" سره مخاخ کړی شول.
بلېکن وویل امریکا به د هغو خلکو احتساب کوي چې ایرانیان د خپلو انساني حقونو د استعمال نه منع کوي.
بلېنکن وویل اسټرېلیا، کېنېډا او نور همکاران به دا هفته د ایران په ضد بندیزونه اعلان کړي.
د امریکې د خزانې وزارت په یو بېل بیان کې وویل چې د امیني د مرګ په سر احتجاجونه په تشدد د چقولو او انټرنېټ د بندولو په لړ کې یې د 24 نه په زیاتو کسانواو ادارو بندیزونه ولګول.
د امریکې د خزانې وزارت وویل بندیزونه په 29 کسانو او ډلو لګول شوي دي چې په کې د پاسداران انقلاب ځواکونو، د ایران د قانون نافذ کوونکو ځواکونو او د ایران د زندانونو د محکمې د مشر په شمول 18 اهم غړي هم شامل دي.
امریکايي بندېزونو د ګڼ شمېر مطبوعاتو په شمول هغه ایراني چارواکي هم په هدف کړي چې انټرنېټ به بندولو کې ککړ وو.
د وایټ هاوس د نېشنل سېکيورټي مشیر جېک سولېون په اینده ورځو کې به واشنګټن نور بندیزونه هم لګوي.
په ایران د امریکايي پابندیو په اړه د روېټرز خبري ادارې د رپورټ نه دا نه معلومېده چې ایا ایران د هېواد په ضد د مغربي ملکونو تازه پابندیو ته څه ردعمل ښودلی دی او که نا؟
ایراني مامورین په عمومي توګه د بندیزونو مخالفت کوي.
Forum