BBC
 شاته

د لومړي وزیر په توګه د کامیرون وروستۍ ورځ

نن د بریتانیا د لومړي وزیر په توګه د ډېوېد کامیرون وروستۍ ورځ ده. ده نن په لندن کې له ځینو ماشومانو سره وکتل، یو میراث چې دی به یې پرېږدي له بېوزلو ټولنو سره مرسته او له فرصتونو نه ګټې پورته کولو ته د ماشومانو هڅول دي.

ده همدا ډول په وروستي ځل پارلمان کې وينا وکړه او ډېرو يې د د مشرتابه ستاینه وکړه. دی به له ملکې الېزابیت سره ګوري او دا خبره به ورسره شریکوي چې تېریزا می به اوس لومړۍ وزیره وي.

ډیوید کامیرون دوه ځله ټاکنې وګټلې، خو د بریتانیا لومړي وزیر په توګه يې دویمه دوره بشپړه نه کړه او له اروپايي ټولنې د وتلو ټولپوښتنې وروسته یې د دندې پرېښودو اعلان وکړ، خو دی به څه په میراث پرېږدي... په دې رپوټ کې به یې وګورو...

ډیویډ کامیرون داسې یو لومړی وزیر و چې ۱۳ کله وروسته یې د یموکراتان واک ته ورسول او په څه د پاسه یوه پېړۍ کې د بریتانیا تر ټولو ځوان مشر و.

د ښاغلي کامیرون نوم به په تاریخ کې ولیکل شي، ځکه له اروپایي ټولنې د وتو او پاتې کیدو پر سر یې ټولپوښتنه ترسره کړه او پایله یې داوه چې بریتانیا دې له اروپایې ټولنې ووځي:

"زه د خپل هېواد سره مینه لرم او ویاړم چې خدمت مې وکړ. په راتلونکي کې به د دې ستر هېواد د بریالیتوب لپاره هر هغه څه وکړم چې په وس کې مې وي. تاسو ټولو نه ډیره مننه."

Image copyright PA
Image caption کامیرون به له ملکې الېزابیت سره ګوري او دا خبره به ورسره شریکوي چې تېریزا می به اوس لومړۍ وزیره وي.

نوموړی په ایټن او اکسفورډ پوهتونو کې لوړې زده کړې کړي او کورنۍ ته یې هم ډېر درناوی کېږي.

په ۲۰۰۱ کال کې ښاغلی کامیرون د بریتانیا پارلمان ته راغی او ډیر ژر یې پرمختګ وکړ. څلور کاله وروسته یې د محافظه کارانو ګوندي غونډې ته یوه وینا وکړه چې وروسته یې د ګوند مشري ترلاسه کړه:

"هېڅ شی او هېڅ څوک زموږ مخه نشي نیولی."

ډیویډ کامیرون د محافظه کار ګوند انځور بدل کړ. شمالي قطب ته یې سفر وکړ چې د هوا تودوالې مسله خلکو ته په ګوته کړي.

ډېوېډ کامیرون د ۲۰۱۰ کال په ټاکنو کې تر ټولو وړاندې وو او محافظه کار ګوند ډیر سیټونه وګټل خو د حکومت جوړولو لپاره کافي نه وو او د لیبرال دیموکرات ګوند سره یې ګډ حکومت جوړ کړ.

د اقتصادي بحران له امله په بریتانیا کې عامه خیر ښیګني او عامه لګښتونو کچه را کمه کړل شوه.

په لېبېا کې د قضافي له پرزیدو وروسته د ډیوډ کمرون ستاینه کیده خو وروسته له نیوکو سره مخ شو ځکه د شخړې وروسته یې د لېبېا لپاره پلان نه درلود.

په سوریه کې د اسد رژیم پر خلاف پوځي برید په تړاو رایه وبایله خو وروسته پارلمان ورسره ملاتړ اعلان کړ چې د اسلامي دولت نومې ډلې پر خلاف هوایې بریدونه وکړي.

په سکاټلینډ کې د خپلواکۍ لپاره ټولپوښتنه د د لپاره یوه ازموینه وه خو پایه یې دا وه چې سکاټلیند په بریتانیا کې پاتې شي او دی هم ارامه شو.

د دویم ځل لپاره په واک کې د پاتې کیدو په کمپاین کې يې ژمنه وکړه چې د اروپا سره د بریتانیا د اړیکو په تړاو به ټولپوښتنه ترسره کوي:

"خلکو رایه ورکړه او پایله یې له اروپايې ټولنې وتل دي."

د ټولپوښتنې څو ساعته وروسته، ډیوډ کمیرون اعلان وکړ چې دنده پریږدي:

Image copyright AFP
Image caption د احساساتي وینا او یو ډول ډرامې وروسته داسې برېښي چې ډېوېډ کامیرون د هوساینې له احساس سره روان دی.

"زه خوشحاله یم چې تېریزا می به لومړی وزیره شي. پیاوړې او مناسبه ښځه ده او خورا ډیره وړتیا لري چې راتلونکو کلونو کې ددې هېواد مشري وکړي."

د احساساتي وینا او یو ډول ډرامې وروسته داسې برېښي چې ډېوېډ کامیرون د هوساینې له احساس سره روان دی.