BBC
 شاته

خوست کې ۱۵۰ شنې خونې جوړېږي

د خوست د کرنې ریاست چارواکي وایي، په دغه ولایت کې یې د ۶۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۱۵۰ شنو خونو د جوړولو چارې پیل کړې دي. دا پروګرام د کارډېف (د کرنې د ودې او د کلیو پراختیا) لخوا د کرنې وزارت په چوکاټ کې تنظیمېږي.