اجرائيه رئيس او د جرمني سفير د افغان امنيتي ځواکونو ستاينه وکړه
د اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او د کابل لپاره د جرمني سفير والټر هسمن په کتنه کې د ترورېستي ډلو په وړاندې د افغان امنيتي ځواکونو رول وستايل شو.
دواړو چارواکو نن په کابل کې سره وکتل او پر يو لړ نورو موضوعاتو يې هم په خپلو کې خبرې وکړې.
د اجرائيه رياست په اعلاميه کې ويل شوي چې اجرائيه رئيس له افغانانو او افغانستان سره د جرمني د همکاريو مننه کړې او اغېزناکې يې وګڼلې.
د اعلاميې په حواله، د جرمني سفير په افغانستان کې د ترورېستي ډلو فعاليت د اندېښنې وړ وباله خو څرګندهيې کړه چې نړيواله ټولنه به له افغان دولت او افغان امنيتي ځواکونو څخه خپل هر اړخيز ملاتړ ته ادامه ورکړي.