په کندهار کې ١٦ کسان د ترورېستي فعاليتونو په تور نيول شوي
د ملي امنيت عمومي رياست وايي په کندهار کې يې په وسلهوالو طالبانو پورې د درېيو تړلو ترورېستي شبکو ١٦ تنه غړي نيولي دي.
د دغه رياست په نننۍ اعلاميه کې راغلي چې د دغو شبکو غړو د مولوي سيد محمد، ملا راز محمد او ملا مرزا محمد په مشرۍ په ورانکارو فعاليتونو، لکه ماين ايښولو، د دولتي کارکوونکو په ترور او په ډنډ، ارغنداب، دامان او شاه وليکوټ ولسواليو کې پر دولتي پوستو په ډلهييزو حملو کې لاس درلود.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې باب تبصره نهده کړې.