شاته

چارواکي وايي زابل کې یې د داعش مرکزونه بمبارد کړي

افغان چارواکي وايي په زابل کې یې د داعش پر مرکزونو بریدونه کړي او ۲۱ تنه یې وژلي دي.

چارواکي وايي په دغو عملیاتو کې د داعش اووه نور غړي ژوبل شوي هم دي چې په کې د دغې ډلې یو سیمه ییز قومندان هم شامل دی.

په زابل کې د دويمې لوا درستیزوال ډګروال ګل محمد وايي دا هوايي عملیات به تر هغه رواني وي چې داعش یې هلته ختم کړی نه وي. هغه وویل "نن سهار په دایچوپان ولسوالۍ کې د شفق دوه عملیات هم پيل کړل چې د داعش نور هم وځپو".

د زابل ولایتي شورا ځينې غړي هم په دغه ولایت کې د داعش موجودیت تایدوي. د زابل د ولایتي شورا منشي عمرخان عمري وايي چي دولت باید د دغې ډلې ختمولو ته ډېر پام وکړي.

هغه وویل "د معلوماتو له مخې زابل د شمال څلورو ولسوالیو ته د داعش، القاعده او نورو بهرنیو وسله والو ګڼې ډلې راغلي چې دا به هم جنوبي ولایتونو او هم شمالي ولایتونو ته لوی خطر پېښ کړي نو مخکې له دې چې دا په یوه لوی تهدید بدل شي دولت بادی د دې په له منځه وړلو کې سخت پام وکړي".

د زابل په شمال کې د خاک افغان او دایچوپان ولسوالۍ د مرکزي او نورو ولایتونو ته هم نږدې دي، چې له تیر یوه کال راهیسې په کې د ځايي اوسیدونکو پر وینا د داعش جنګیالیو پراخ مرکزونه جوړ کړي.

خاک افغان ولسوالي چې له تیرو ۱۳ کلونو راهیسې له دولتي حاکمیت څخه بهر ده، تیر کال د وسله والو طالبانو او داعش جنګیالیو ترمنځ د خونړیو نښتو شاهده هم وه.

تر دې مخکې افغان حکومت د افغانستان په ختیځ کې د داعش د موجودیت او د هغوی د ځپلو خبره کوله، خو شاید دا لومړی ځل وي چې په زابل کې چارواکي د داعش پر مرکزونو د بمباریو خبره کوي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي