پیر سید احمد ګیلاني مړ شو
د افغانستان د سولې د عالي مشر سید احمد ګیلاني په کابل کې مړ شو.
راپورونه وايي چې هغه د شنبې په ماښام د کابل د ملي امنیت په روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله ساه ورکړې ده.
پیر سید احمد ګیلاني د ملي محاذ په نامه د یو ګوند مشر هم و.
د سولې د عالي شورا ویاند عبدالخبیر اوچقون ازادۍ راډیو ته د ښاغلي ګیلاني د مرک خبر تاید کړی. د سولي د عالي شورا د مشر په توګه د هغه په وخت افغان حکومت د حزب اسلامي سره د سولې تړون هم وکړ.
د دې خبر پوره جزییات وروسته خپریږي