شاته

د ترکیې پارلمان د اردوغان صلاحیت ډېرولو لایحه تصویب کړه

د ترکیې پارلمان نن هغه لایحه تصویب کړه چې له مخې به یې د ولسمشر رجب طیب اردوغان صلاحیتونه لا ډېر شي او د روان کال په وروستیو کې په اساسي قانون کې د بدلون په اړه د یوه ریفرانډم یا ټول پوښتني زمینه برابروي.

د ترکیې حکومت وایي دغه وړاندیزونه، دا ډاډمن وي چې ادارې کارونه به لا اسانه او اغېزمن وي.

منتقدین وایي دا کار به اردوغان ته لا نور نه کنټرولېدونکی واک ورکړي.

دغه اتلس ماده یې مسوده د پارلمان د ۵۵۰ غړیو څخه ۳۳۹ کسانو تائید کړه.

د یوې لایحې د منلو لپاره د لږ تر لږه ۳۳۰ غړیو تائید ته اړتیا ده.

«AKP» یا د عدالت او پراختیا واکمن ګوند د پارلمان اکثریت جوړوي،
خو دغې وروستۍ لایحې ته په پارلمان کې د ملي غورځنګ ګوند غړو د تائید رایې ورکړي چې په دې سره پر دوی تور دی چې له عدالت او پرمختیا ګوند څخه یې رشوت اخستی دی.

په نویو اصلاحاتو کې به اردوغان صلاحیت ولري چې احکام صادر کړي، بېړنی حالت اعلان کړي، وزیران او نور لوړ پوړي دولتي چارواکي وګماري او پارلمان منحل کړي.