شاته

واشنګټن کې د ټرمپ ضد د تشدد نه ډکې مظاهرې شوي

سلګونو مظاهره چیانو د واشنګټن ډي سي په ښار کې د متحده ایالاتو د نوي جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په خلاف پداسې حال کې مظاهرې وکړلې چې د هغه د لوړې مراسم لا روان و.‌

په لومړي سر کې مظاهرې آرامه وې خو یوې ډلې چې ټولو یې تور کالي اغوستي و، تشدد پیل کړ.‌ په پولیسو یې د تیږو او بوتلو واورونه کول، د دکانونو او موټرو ښیښې یې ماتې کړلې او کثافت یې هم د سړک په منځ کې واچاوه.

مظاهره چیانو د یو بانک او یو هوټل ښیښې ماتې کړلې او ګڼ شمیر موټرو ته یې اور واچاوه.‌

پولیسو د مظاهره چیانو د تیت او پرک کولو لپاره اوښکې بښونکی غاز وکاروه او پولیسو د هیلوکوپترو نه هم مرسته اخیسته. پولیس وایي چې د‌ پیښې په تړاو یې لږ تر لږه ۲۱۷ تنه نیولي دي.‌

د واشنګټن ډي سي د پولیسو یوه افسر پیټر نیوشام مطبوعاتو ته ویلي چې پدې اړو دوړ کې د شپږ پولیس ژوبل شوي او کوم کسان چې نیول شوي، نن د شنبې په ورځ به محاکمه شي.‌

د ښار په نورو برخو کې هم د امریکا د نوي جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ‌ په خلاف خلکو مظاهرې کړې خو دا مظاهرې آرامه وې او مظاهره چیانو یوازې شعارونه ورکول. مظاهره چیانو په لوحو لیکلي و، " ټرمپ جمهور رئیس ندی" په لوحو دا هم لیکل شوي و " نژادي تبعیض کوونکي دې بیا وډارول شي."

د واشنګټن تر څنګ د امریکا په نورو ښارونو کې هم د ټرمپ په خلاف وړې مظاهرې شویدي. په نیوزلینډ او اسټرالیا کې بیا میرمنو د ډونالډ ټرمپ په خلاف شعارونه ورکول او مظاهرې یې کړې وې او تمه کیږي‌ چې نن د شنبې په ورځ به سل ګونه زره میرمنې د واشنګټن ډي سي په ښار کې راغونډې شي او د نوي جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پر ضد به لاریون وکړي.‌