BBC
 شاته

افغانستان رسماً د سوداګرۍ نړیوالې ادارې غړی شو

Image copyright epa
Image caption د WTO د غړیتوب خبر ان د هټیویالو ترمنځ هم خپره شوې ده او په دې کې شک نه شته چې ډېری سوداګر ورته لېواله دي.

افغانستان په رسمي ډول د سوداګرۍ د نړیوالي ادارې غړی شو. دې هېواد د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر کې د دغې ادا غړیتوب ترلاسه کړی و.

افغان حکومت هیله لري چې د یادې ادارې غړیتوب به ددې هېواد له اقتصاد سره ستره مرسته وکړي.

افغان چارواکي وایي د WTO یا سوداګرۍ د نړیوالي ادارې په غړیتوب سره به د افغانستان ډېرې ستونزې حل شي. د افغانستان سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي د WTO عمده ټکي دې راته بیان کړل:

''زموږ تولیدات او صادرات به ورسره ډېر شي، د ترانزیت ستونزه به حل شي او زموږ اقتصاد به له دوو نیمې تر درې نیمې سلنې پورې ډېر شي''.

د WTO د غړیتوب خبر ان د هټیویالو ترمنځ هم خپره شوې ده او په دې کې شک نه شته چې ډېری سوداګر ورته لېواله دي.

فهیم وردګ په کابل کې د غالیو د یوه شرکت چلوونکی دی:

''بهرني سوداګر دې وهڅوي چې راشي او د افغانستان تولیدات دې وګوري. موږ خوشبینه یو چې د افغانستان صادرات به لوړ شي، کاري فرصتونه به ډېر شي، اوس ګڼ خلک وزګار دي''.

خو ځینې کارپوهان بیا وايي افغانستان تر تیارۍ د مخه د پهلوانۍ میدان ته ور وځغاستل او ډاډه نه دي چې ګټه به ورڅخه پورته کړي.

تاج محمد اکبر د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد دی:

''تاسو وینئ چې موږ د سیمې هېوادونو، په تېره بیا د (پاکستان، چین او ایران) یو مصرفي هېواد او مارکېټ ګرځېدلي یو. موږ له نورو هېوادونو سره په سالم ډول د کیفیت او کمیت له اړخه د تولید سیالۍ نه شو کولی''.

خو حکومت وايي په تدبیر سره یې ګامونه پورته کړي، دا ټولې ستونزې یې په نظر کې نیولې دي او سوداګر باید اندېښنه ونه لري.

یوه کارپوه د WTO غورچاڼ داسې ووایه: WTO به ګټې لري، خو هغه یوه مرستندویه اداره نه ده. دا په افغانستان پورې اړه لري چې له دې ادارې څومره او څه ډول ګټه پورته کوي.