شاته

کندهار په میوند کې افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې

امنیتي چارواکي وایي د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د افغان قواوو او وسله والو طالبانو ترمنځ د تیرې شپې په جګړو کېدواړو خواو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې تیره شپه د میوند ولسوالۍ د سره بغل په سیمه کې په زیات شمېر وسله والو طالبانو پر امنیتي پوستو برید وکړ چې د افغان ځواکونود وسله والو برید پر شا وتمبوو.

نوموړي زیاته کړه چې په پېښه کې هم افغان ځواکونو او وسله والو برید کونکو ته مرګ ژوبله اوښتې خو زیاته يې کړه چې په اړه یې کره معلومات نلري .

په میوند ولسوالۍ کې د پوليسو د چټک غبرګون د قطعاتو یوه مسئول مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ اشنا راډیو ته وويل چې په زیات شمېر کې طالب وسله والو برید کونکو تیره شپه ناوخته د سره بغل پر دوو امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه ترسره کړل چې تر څو ساعته جګړې وروسته دواړو پوستو سقوط کړی ۱۸ پوليس پکښې وژل شوي او ۳ تنه نور يې ټپیانشوي دي .

دغه چارواکي زیاته کړه چې وسله والو برید کونکو چې بهرني وسله وال هم پکښې وو، د لیزري او لري واټن نښه ویشتونکو وسلو په وسیله برید کړی او ۳ حاموي زرې وسایط يې هم له ځان سره وړي دي.

دغه راز نوموړي زیاته کړه چې له پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو څخه د کومکي قواوو په رسیدو سره تر ۱۵ زیات وسله وال برید کونکي هم وژل شوي چې د ځینو جسدونه يې د جګړې په سیمه کې لا پراته دي.

تر دې یوه ورځ مخکې هم د میوند ولسوالۍ په شلغمي سیمه کې وسله والو د سیمه ييزو پوليسو پر يوه پوسته په برید کې ۶ تنه پوليس وژلي وو .

د میوند ولسوالۍ د سور بغل سیمه د هلمند ولایت له سنګین او ځینو نورو ولسوالیو سره په سرحد کې پرته سیمه ده چې د چارواکوپه وینا وسله وال برید کونکي تر حملې وروسته د هلمند ولایت پر لور تللي دي.

وسله والو طالبانو د میوند د تیرې شپې د جګړې په اړه کومه تبصره نده کړې

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي