شاته

ارګ: د عطا محمد نور سره مذاکرات عادي روان دي

نږدې درې میاشتې کیږي چې د ارګ او د بلخ د سرپرست والي عطامحمد نور ترمنځ د واک د ویش پر سر خبرې روانې دي خو تر اوسه یې کومه نتیجه نه ده ورکړې.

ځینو رسنیو رپوټ ورکړی چې د ولسمشر غني او عطا محمد نور ترمنځ خبرې له خنډ سره مخ شوې دي خو د افغانستان جمهوري ریاست وايي د دواړو خواو ترمنځ خبرې لا هم دوام لري.

د جمهوري ریاست ویاند محمد هارون چخانسوري د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې ولسمشر غني د افغانستان په حکومت کې د ټولو اقشارو او سیاسي ډلو پر ګډون ټینګار کوي او په دې برخه کې له ښاغلي نور سره د هغه خبرې لا هم دوام لري.

ښاغلي چخانسوري په دوام کې وویل "له ښاغلي نور سره خبرې هم یو له هغو مسلو څخه ده، چې هغه هم د هیواد یو له رهبرانو څخه دی او کار کوي، د هیواد پر ملي مسایلو ورسره مشورې شوې دي او اوس هم مشورې کیږي او د افغانستان ټول قشرونه او سیاستوال باید ځان په دولت او د افغانستان په ملي مسایلو کې ځان شریک وګڼي، په دې برخه کې هیڅ ستونزه نشته، کارونه روان دي، تاسې به په دې برخه کې د پرمختګونه شاهدان واوسئ."

له دې مخکې ځینو رسنیو د اجرائيه ریاست له ادرسه رپوټ ورکړی وو، چې عطا محمد نور له خپل شخصي او کمزوري دریځ څخه له ارګ سره خبرې پیل کړې وې نو ځکه یې نتیجه نه ده ورکړې.

خو د اجرائیه ریاست ویاند مجیب‌الرحمن رحیمي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، د عطا محمد نور او اجرائيه ریاست ترمنځ اختلافات نشته او کومه تګلاره چې ښاغلي عطا د سیاسي ستونزو د هوارولو لپاه غوره کړې ده، ورته درناوی لري.

ښاغلي رحیمي وویل "د اجرائيه ریاست له نظره موږ له ښاغلي عطا محمد نور سره جدي اختلاف نه لرو، اجرائيه ریاست د دې خاروې د میلیونونو وګړو د رایو پر بنسټ یو رامنځ ته شوی مشروع بهیر دی او سازمانونو، شخصیتونو او مختلفو ډلو له دغه بهیر څخه د ټاکنو پر مهال ملاتړ کړی، د مسولینو او رهبرانو لپاره له حکومت سره د مذاکراتو مسله یو جایز کار دی."

د بلخ ولایت سرپرست عطا محمد نور له نږدې دریو میاشتو راهیسې په کابل کې دی او د سیاسي واک د ویش پر سر د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره پر مذاکراتو بوخت دی.

ښاغلي نور په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، هغه له دې وروسته د افغانستان په سیاسي پرېکړو کې د اجراییه رئیس عبدالله عبدالله پر وړتیا باور نه لري نو ځکه یې له ولسمشر غني سره مخامخ مذاکرات پیل کړي دي.