شاته

د افغانستان لپاره د ډونالډ ټرمپ بهرنۍ پالیسي

د متحده ایالاتو اوسنی جمهور رئیس براک اوباما په افغانستان کې د امریکا ښکیلتیا "ستراتیژیکه اړتیا " ګڼي. ښاغلي اوباما له یوې خوا غوښتل چې افغانستان یو ځل بیا د "تروریستي ډلو" په پنا ځای بدل نشي او په عین وخت کې یې غوښتل چې دغه جګړه چې د امریکا تر ټولو اوږده او په مالي لحاظ ګرانه جګړه ده، پای ته ورسوي.‌

اوس دا جګړه منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ته په میراث پاتې کیږي.‌ ټرمپ د همدې راتلونکې جمعې په ورځ د جمهوري ریاست لپاره د وفادارۍ د لوړې مراسم تر سره کوي او په رسمي ډول د متحده ایالاتو د پنځه څلویښت جمهور رئیس په توګه سپینې ماڼۍ ته ځي.‌

هغه پخپلې ېوې تازه مرکې کې ویلي و " زه لدې کاره کرکه لرم خو بیا هم غواړم چې امریکایي ځواکونه دې په افغانستان کې پاتې شي"

ډونالډ ټرمپ د انتخاباتو مبارزو پر وخت ویلي دي چې د سخت دریزه ډلو سره مبارزه یې د بهرنۍ پالیسۍ کې د اهمیت له پلوه د ټولو په سر کې راځي خو تر څنګ یې دا هم ویلي دي چې نور نه غواړي چې "امریکا په ملت جوړونه کې ښکیله کړي."

جمهور رئیس محمد اشرف غني هم د ډونالډ ترمپ سره کله چې هغه د جمهوري ریاست انتخاب وګټل، په ټیلیفون خبرې وکړلې. پدې خبرو کې دواړو مشرانو په افغانستان کې د تروریزم سره مبارزه، په پاکستان کې د طالبانو د پټیدو په خوندي ځایونو او همدرانګه د افغانستان په کانونونو د کار د پیل کولو پر سر بحث کړی و.‌

په واشنګټن کې د افغانستان سفیر حمدالله محب د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي دي چې "د تروریزم سره مبارزه او په افغانستان کې د سوداګرۍ فرصتونه" هغه څه دي چې ښایي د امریکا نوی حکومت او د افغانستان حکومت به په ګډه پرې کار کوي.‌

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني دیپلومات زلميی خلیل زاد هم وایي چې د تروریزم سره په مبارزې کې دواړو هیوادونه ډیر څه کولی شي خو هغه وایي "پوښتنه دا ده چې آیا ټرمپ به پدې مبارزې کې ډیر څه وکړي که نه"

د کارپوهانو په وینا په افغانستان کې د اوسني "بن بست" د بدلولو لپاره ډونالډ ټرمپ دوه کاره کولی شي. لومړی دا چې د امریکایي ځواکونو محاربوي شمیر"قوي" کړي او بله دا چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو سره په جګړې کې د کشفي الوتکو مرسته وکړي.

د منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ لپاره بله آزمایښت دا دی چې آیا په پاکستان به دومره فشار راوړي چې افغاني طالبان د حکومت سره خبرو ته حاصر کړي که نه.‌ ټرمپ په ۲۰۱۲ کال کې د پاکستان د مشرانو په هکله ویلي و چې " زه یې سپینه وایم، پاکستان زمونږ دوست ندی.‌مونږ ورته په میلیاردو ډالر ورکوي او په بدل کې هغوي زمونږ سره خیانت او بې عزتي مو کوي."

خو د صدراعظم نواز شریف سره په تیلیفوني خبرو کې بیا ټرمپ هغه یو "ښه شخص" یاد کړی.‌ د واشنګټن پوسټ د ورځپاڼې په یوې تازه مقالې کې ویل شوي چې پخپله ډونالډ ټرمپ ښایي د افغانستان او پاکستان په هکله دومره زیات نه وي پوه خو د دفاع وزیر او ملي امنیت سلاکاران یې دواړه د پوځ پخواني جنرال دي او دواړو یې په افغانستان کې نظامي مارموریتونه کړي.