شاته

بشري حقونه: ایران ماشومان اعداموي

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د ایران نه غوښتي دي چې سجاد سنجري په نامه ځوان دې نه اعداموي. سنجري په ۲۰۱۲ کال کې چې هغه پنځلس کلن و یو کس په چاقو وهلی او وژلي و.

ملګري ملتونه وایي چې د ماشومانو اعدامول د نړیوالو قوانینو نه سرغړاونه ده.

د ایران یوې محکمې په سجاد سنجري د مرګ سزا راوخیژولې وه خو د ایران د اسلامي جذا د قانون له مخې هغه ته یو ځل بیا اجازه ورکړل شوه چې د لومړۍ محکمې د حکم په خلاف د استیناف غوښتنه وکړي.

سجاد سنجري ادعا کوي چې د خپل ځان د دفاع په خاطر یې مقابل جانب پا چاقو وهلی ځکه چې د هغه سره د جنسي زور زیاتي هڅه یې کوله خو ولایتي محکمې د هغه دا ادعا رد کړیده او د مرګ سزا یې برقراره ساتلې.

محکمې ویلي دي سنجاري د قتل په وخت کې هوښیار و او پدې پوهیده چې څه کوي. د ایران سترې محکمې هم پروسږکال په هغه د مرګ سزا تائید کړله.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې ویاند روپورټ کولویل وایي ایران په نړۍ د هغو هیوادونو څخه یو دی چې کم عمره ماشومان پکې اعدامیږي. ښاغلي کولویل امریکا غږ ته وویل چې د اتلسو نه د کم عمره کسانو اعدامول د نړیوالو قوانینو نه سرغړاونه ده.

" د راپورونو پر اساس په ایران کې پروسږکال پنځه ماشومان اعدام شویدي او ۷۸ نور داسې کسان دي چې د مرګ سزا پرې راختلې پداسې حال کې چې د جرم د کولو په وخت کې د هغوي عمرونه د اتلسو کالونو نه ټيټ دو. ښایي دا شمیر به د دې نه هم زیات وي خو مونږ پرې نه یو خبر. "

د ملګرو ملتونو دغه چارواکی همدارنګه وایي چې د دې معلومول سخته دي چې په ایران کې څومره کسان اعدامیږي ځکه چې د هغه هیواد حکومتي نظام ډیر سري دی.

" د غیرې دولتي مؤسسو د سرچینو له مخې تیر کال په ایران کې د پنځه سوه په شاوخوا کې خلک اعدام شویدي. اکثره دغه کسان د مخدره موادو د جرمونو په خاطر اعدامیږي. "

د نړیوالو قوانینو له مخې یوازې هغه کسانو ته د اعدام سزا ورکول کیږي چې جدي جرم یې کړی و. د مثال په ډول که یو څوک بل کس په قصدي ډول ووژني خو د بشري حقونو کارپوهان وایي چې د مخدره موادو پورې تړلي جرمونه هغومره جدي ندي چې باید د مرګ سزا ورته وټاکل شي.

ملګرو ملتونو همدارنګه د ایران نه غوښتي دي چې ژر تر ژره دې په اعدام بندیز ولګوي ځکه چې مجرمینو ته د عادلانه محکمې فرصت نه ورکول کیږي او زیات شمیر خلک د بیلا بیلو جرمونو په خاطر په دار ځړیږي.