شاته

د اصغر ستانکزي بنګالي مینوال وپېژنئ

د بنګلدېش په پلازمینه ډاکه کې مېشت تسکین وايي کرکټ د افغانستان د ملي لوبډلې د کپتان اصغر ستانکزي په خاطر ګوري او خوښوي.

تسکین چې په فیسبوک کې يې خپل دویم نوم "ستانکزی" لیکلی دی، وايي اصغر ستانکزی یې د ژوند "ایډیال" دی. هغه وايي په ۲۰۱۲ کال کې افغانستان چې کله له اسټرالیا سره په اماراتو کې لوبه کوله، اصغر او د هغه لوبه یې پر تلویزون ولیدل او له هماغې ورځې یي په زړه کې د اصغر سره مینه پیدا شوه.

تسکین "ستانکزي" راته وویل چې د "ستانکزي" تخلص یې رسمي نه دی او یوازې په ټولنیزو رسنیو کې یې دا نوم په ځان اېښی دی.

د اصغر دغه بنګالي مینوال اوس تازه د اصغر په نامه د "بې کوره ماشومانو لپاره یوه خیریه ټولنه" هم جوړه کړې ده. هغه امریکا غږ ته وویل "زه تل کوښښ کوم چې ښه کار وکړم، د خپل ايډیال په نوم مې دا خیریه ټولنه جوړه کړه". هغه وايي غواړي چې له اصغر سره خپله مینه او خلوص د ښو کارونو په کولو هم څرګنده کړي.

تسکین وايي کرکټ د اصغر لپاره ګوري

تسکین وايي کرکټ د اصغر لپاره ګوري

​هغه وايي اصغر یې تراوسه مخامخ نه دی لیدلی خو هیله لري چې یوه ورځ به یې دا ارمان هم پوره شي.

هغه وویل ښايي خلک زما په اخلاص او میني بد ګمان وکړي، "خو زه د اصغر په لوبې او شخصیت مین یم". هغه په خپل لاس د ږېرې خرییلو په پل د اصغر په وینو سور نوم هم لیکلی دی.

له هغه مي وپوښتل که د افغانستان او بنګلدېش لوبه وي، د چا ننګه کوې؟ و يې ویل " بنګلدېش مې اول او افغانستان مې دویم کور دی. د هېڅ یوې لوبډلې ننګه نکوم، خو د اصغر ستانکزي لوبه او غټ غټ شارټونه به خامخا ګورم او خوند به ترې اخلم".

د اصغر ستانکزي ځواب

تسکین وايي په غیر مستقم ډول یې د افغانستان د ملي لوبډلې له کپټان اصغر ستانکزي سره تماس نیولی دی، خو مخامخ یې لا نه دی لیدلی.

څه موده مخکې اصغر ستانکزي په یو ویډويي پیغام کې د تسکین له مینې او خلوص څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې هر وخت بنګلدېش ته ولاړ، له تسکین سره به وویني، خپل بیټ او کمیس به هم ورډالۍ کړي.

په نړۍ کې د نړیوالو لوبغاړو بې شمېره مینوال شته، خو شاید دا اول ځل وي چې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د یو لوبغاړي سره یو بهرنی تر دې کچې مینه لري.

افغانستان په کرکټ کې په دې وروستیو کلونو کې ډېر ځلېدلی او همدا څو میاشتې مخکې د اصغر ستانکزي په مشرۍ افغانستان د تسکین "ستانکزي" هېواد بنګلدېش ته هم ماتې ورکړه.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.