شاته

د افغانستان د ستونزو حل لپاره میلیونونو ډالرو ته اړتیا ده

د ملگرو ملتونو یو جگپوړي چارواکي د رویترز خبري آژانس ته ویلي چې نړیوالې مرستندویې ادارې په افغانستان کې د میلیونونو افغانانو سره د مرستې لپاره چې د مخ په زیاتیدو تاوتریخوالي او نامالومه اقتصادي وضعیت سره مخامخ دي څه د پاسه نیم میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

د ملگرو ملتونو سازمان تخمین کوي چې لږ تر لږه ٩،٣ میلیونه افغانان یا تقریباً د هیواد د نفوس دریمه برخه به په ٢٠١٧ میلادي کال کې بشري مرستو ته اړتیا ولري چې په دې شمیر کې د تیر کال په پرتله ١٣ سلنه زیاتوالی راغلی.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د بشري برخې تنظیمونکی مارک بودین وایي چارواکي له پاکستان څخه د سلگونه زره افغان کډوالو د بیرته راتگ تمه لري په داسې حال کې چې په اوسط ډول ١٥٠٠ خلک په دې وروستیو کې د جگړو له امله په هیواد کې دننه بې ځایه شوي دي.

ښاغلی بودین د چهارشنبې په ورځ په خپل دفتر کې په کابل کې د یوې مرکې په ترڅ کې وویل "اکثره خلک چې بیرته ستانه کیږي ډیر بې وزله دي او ډیر څه یې له لاسه ورکړي دي."

بودین زیاته کړه په افغانستان کې یو مخ په زیاتیدونکي شمیر خلک د اوږدې مودې لپاره له خپله کورونو نه بې ځایه شوي دي چې د حکومت لپاره یې ډیرې ستونزې جوړې کړي دي. حکومت په داسې حال کې چې دې خلکو ته د اساسي خدماتو په رسولو کې ستونزې لري، د طالبانو او نورو وسلوالو ډلو په وړاندې په جگړې باندې هم بوخت دی.

ټاکل شوې ده چې د ملگرو ملتونو او نورو مرستندویه سازمانو د ٢٠١٧ میلادي کال د بشري مرستو پلان به د شنبې په ورځ پیل شي. په دې پلان کې د شاوخوا ٥،٧ میلیونه آسیب پذیره خلکو لپاره د ٥٥٠ میلیونه ډالرو غوښتنه شوې ده.

په معمول ډول د مرستو دا ډول غوښتنې د ټاکل شوي هدف یوه کوچنۍ برخه ترلاسه کیږي. تیر کال په کلنۍ غوښتې کې د ٣٣٩ میلیون ډالرو تقاضا شوې او ١٩٧ میلیون ډالره ترلاسه شول.

تیر کال د پاکستان او ایران څخه د راستندیدونکي کډوالو او د وروستیو جگړو له امله د بې ځایه شویو خلکو لپاره د ١٥٢ میلیونو ډالرو اضافي غوښتنه وشوه. خو څه د پاسه ٩١ میلیونه ډالره راټول شول.

بودین وایي" پراخه اغیزه دا ده چې مونږ له څنگه چې هیله لرو د بې ځایه شویو خلکو اړتیاو ته رسیدگي نشو کوالی."

افغانستان په ډیرو برخو کې په بهرني مرستو باندې متکي ده، د بودین په وینا اوږده جگړه د سوداگرو د پانگونې مخه نیولې ده چې دا کار په اقتصاد باندې ناوړه اغیزه کړې ده.

چارواکو په کال ٢٠١۴ کې مخکې له دې چې د امریکا په مشرۍ نړیواله پوځي ځواکونه افغانستان پریږدې وړاندوینه کوله چې د افغانستان د کورني تولیداتو وده به په کال ١٢ سلنه شي او د بودین په وینا د بشري مرستو اړتیا به کمه کړي.

خو ښاغلی بودین وایي برعکس جگړه زیاته شوه او د افغانستان کورني تولیدات شاو خوا ١ سلنې ته ورسید چې د هیواد مرستندویه اقتصاد د رامنځ ته کولو هلې ځلې یې کمزوره کړې.