شاته

د ټرمپ په بهرنۍ تګلاره کې د بشري حقونو ونډه

پدې ورځو کې چې د امریکا د نوي حکومت د کابینې د مهمو نوماندانو په اړه ددغه هېواد په کانګرس کې غونډې روانې دي، ډیری خلک دا پوښتنه مطرح کوي چې د منتخب جمهور رئیس په بهرنۍ پالیسۍ کې به د بشري حقونو ونډه او اغیز څه وي؟

د متحدو ایالتونو منتخب جمهور رئیس، ډانلډ ټرمپ په خپلو انتخاباتې کمپاینونو ويلي و چې واشنګټن باید د عراق د جګړې پر مهال پخپله تیل استخراج او په بازار کې پلورلي واي.

ټرمپ وایې: " پخوا وختونو کې به چې هر چا جګړه وګټله، نو د جګړې غنایم به د فاتح ول".

په واشنګټن کې د بشري حقونو د څار ډلې مشره، ساره مارگن پدې باور ده چې د ټرمپ ورته څرګندونې دا پوښتنې پیدا کولی شي چی ډانلډ ټرمپ به په نورو هېوادونو کې د بشري حقونو له مسلې سره څه ډول معامله وکړي.

میرمن مارګن وایې: "زموږ لویه اندېښنه داده چې دا اداره [د ټرمپ اداره] به یا پکې دلچسپي نلري، او یا به ترینه په نورو ډګرونو کې د خپل مقصد په لاسته راوړلو کې کار واخلي."

ساره مارګن وايې ډانلډ ټرمپ لیواله دی چې له مستبدو مشرانو لکه د روسېې جمهور رئیس ویلادېمیر پوتین، د مصر جمهو رئیس عبدالفتاح السیسی او د سورېې له بشارالاسد سره په ګډه کار وکړي.

ځینې پدې باور دي چې دا کومه نوې خبره نده؛ متحده ایالات کله داسې متحدین هم لرل چې پر بشري حقونو ېې تیری کړی دی.

خو ټرمپ او د هغه جگپوړي چارواکي لیواله ندي چې حتي پر خپلو دغو ملګرو نیوکه وکړي.

دغه ادعا تیره اونۍ د بهرنیو چارو د وزارت د نوماند رېکس ټېلرسن د نوماندۍ د تائید په غونډه کې څرگنده شوه.

ټیلرسن د سنا غونډې کې انکار وکړ چې ګواکې په سوریه کې د پوتین نظامي هڅې د جګړې له جرایمو سر برابرې دي.

ټیلرسن وویل: "داسې تمه کول هېڅ دلیل نلري چی د بهرنۍ پالیسۍ هر ډول هڅې یوازې د بشري حقونو پر معیار وتلل شي. په خاصه توگه کله چې د امریکا د خلکو امنیت له گواښ سره مخامخ وي."

پوښتنه داده چې آیا امریکا دېته اړتیا لري چې د خپلو ملي ګټو او خپلو ارزښتونو ترمنځ د یوه په اړه فیصله وکړي؟

پدې اړه د لندن پوهنتون استاده، لیزلي وینجه موري امریکا غږ ته وویل: "د بشري حقونو منل زموږ په ګټه دي. دا که په اوږده موده کې وي او که په لنډه کې؛ ځکه دا کار اسانه کوي چې امریکا له داسې هېوادونو سره شراکت او اتحاد وکړي، او ددې لپاره ګډ کار وکړي چې په نړۍ کې موثریت ولري."

په داسې حال کې چې ډانلډ ټرمپ د نوي حکومت د واک او اختیار سنبالولو لپاره ځان چمتو کوي یو شی څرگند دی: دی به لومړی جمهور رئیس نه وي او نه به وروستی هغه وي چې د امریکا د ملي امنیت د ګټو او بشري حقونو د اهمیت ترمنځ توازن ونه ساتي.