شاته

د کندهار وروستي برید کې ټپي شوي هاشم کرزي ساه ورکړه

د اپکو شرکت رئیس، ملي سوداګر او د افغانستان د پخواني جمهوررئیس د اکا زوی هاشم کرزي د تیرې سه شنبې په شپه د کندهار د والي په میلمستون کې په شوي تروریستي برید کې سخت ټپونه اخیستي وو، نن یې د نوي ډهلې په یو روغتون کې ساه ورکړه.

نوموړی د کندهار د والي او متحده عربي اماراتو له سفير څخه وروسته دریيم مهم کس بلل کيده چې د والي د ميلمستون په چاودنه کې ټپي شوی وو.

په دې چاودنه کې د متحده عربي اماراتو د پنځه ډیپلوماتانو او د کندهار د والي د مرستیال په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي وو او په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر او د کندهار والي په ګډون شل تنه نور ټپیان شوي وو.

افغان حکومت د دغه برید مسولیت پر طالبانو اچولی خوطالبانو د کندهار په برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

هاشم کرزي د عينو مېني په ښارگوټي کي متحده عربي اماراتو ته د يوه روزنتون د جوړيدو لپاره وړيا ځمکه برابره کړې وه او د متحده عربي اماراتو له سفير سره ملگری وو، چې د والي په ميلمستون کې ټپي شو.

هغه له چاودنې وروسته لومړی د کندهار هوايي ډګر ته او بیا وروسته هندوستان ته د درملنې لپاره وړل شوی وو، خو د هغې کورنۍ امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې نوموړي نن سهار وختي په روغتون کې ساه ورکړې ده .

دهاشم کرزي ورور قاسم کرزی وايي چې ډاکترانو ورته ويلي "د هاشم کرزي سږي په پېښه کې سوځيدلي وو او ډاکتران یې په درملنه کې پاته راغلل".

هاشم کرزي په امريکا کې د اقتصاد په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړې وې او په دوبی، امريکا او افغانستان کې یې د ځينو تجارتي کمپنيو مشري هم کړې وه.

بلې خواته د کندهار د والي وياند صميم خپلواک امريکا غږ اشنا راديو ته وويل چې هندي ډاکترانو د کندهار د والي د روغتيا ډاډ ورکړی او خپله والي همايون عزيزي هم نن په لمړي ځل خبرې کړې دي.

دغه راز د کندهار د پېښې د څيړنې لپاره د ملي امنيت شورا تر مشرۍ لاندې کندهار ته دريم تحقيقاتي ټيم هم را رسيدلی، په پېښه کې يې د وژل شويو کسانو کورنيو ته مالي مرستې رسولي او هم به د پېښې په اړه خپل رپوټ جمهوري رياست ته وړاندې کړي .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي