شاته

د افغانستان ولسي جرګې د ۱۳۹۶ مالي کال بودیجه تصویب کړه

د افغانستان ولسي جرګې په داسې حال کې د ۱۳۹۶ مالي کال بودیجه نن په غوڅ اکثریت تصویب کړه، چې ټاکل شوې د دغې جرګې وکیلان د راروانې چهارشنبې په ورځ خپلې ژمنۍ رخصتي پیل کړي.

د افغانستان د مالیې وزارت د دغه هیواد د نوي مالي کال د ملي بودیجې مسوده، چې نږدې ۴۲۹ میلیارده افغانیو ته رسیږي، د عقرب میاشتې په اتلسمه نیټه ملي شورا ته استولې وه.

د ۱۳۹۶ مالي کال د بودیجې په مسوده کې څه باندې ۲۶۸ میلیارده افغانۍ عادي بودیجې ته او ۱۶۱ میلیارده افغانۍ پراختیایی بودیجې ته ځانګړې شوې دي.

د افغانستان ولسي جرګې د ۱۳۹۶ مالي کال بودیجه په دوه مخالفو رایو نن په غوڅ اکثریت تصویب کړه.

د ولسي جرګې رئيس عبدالرووف ابراهیمي په نننۍ غونډه کې وویل، د دغې جرګې په کمیسیونونو کې د بودیجې پر مسودې له بحثونو وروسته د ۷۰ میلیون ډالرو د زیاتولو په وړاندیز، په غوڅ اکثریت تصویب شوه.

له دې مخکې ولسي جرګې د دغې بودیجې مسوده د روان کال په جدي میاشت کې رد کړې وه.

که څه هم د ۱۳۹۶مالي کال بودیجې مسوده له یو میاشتني ځنډ وروسته د ولسي جرګې له خوا تصویب شوه، خو د افغانستان د مالیې وزارت د ولسي جرګې د دغه اقدام هرکلی کړی دی.

د مالیې وزارت له خوا په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي له ټولو بودیجوي واحدونو څخه غوښتي چې د امکاناتو، اغیزمنتوب او د افغانستان د ملي ګټو په پام کې نیولو سره د ۱۳۹۶ مالي کال بودیجه مصرف کړي.

د مالیې وزارت ویلي، د ۱۳۹۶ مالي کال بودیجې ۳۸ فیصده له کورنیو سرچینو څخه او پاتې برخه یې د نړیوالې ټولنې له مرستو تمویل شوې ده.