شاته

د ټرمپ د کډوالو د تگلارې پر ضد لاریونونه

په متحده ایالاتو کې دری کسان د کډوالو په اړه د طرحې په جوړولو او د قانون په تطبیقولو کې تر ټولو ډېر نقش لري: د کورني امنیت وزیر، لوی څارنوال او د بهرنیو چارو وزیر.

دغو دریو مقامونو ته نومول شویو کسانو تیره اونۍ د کانگرس په استماعیه غونډو کې د کډوالو په اړه خپل نظرونه څرگند کړل او د سناتورانو پوښتنې یې ځواب کړې خو د کډوالو په اړه د راتلونکې حکومت دریځ روبښانه نه شو.

د کډوالو په اړه د سخت دریځ سیاستوال متحده ایالاتو ته د نورو کډوالو د راتگ د مخنیوي هڅې کوي او په دې نظر دي دغه دری کسان چې ټرمپ نومولي دي، د ټرمپ د کمپاین د وخت ژمنې به عملي کړي.

ډانلډ ټرمپ د لوی څارنوال په توگه جیف سیشنز نومولی دی چې د کډوالو په اړه ډېر سخت دریځ لري.

ډانلډ ټرمپ د لوی څارنوال په توگه جیف سیشنز نومولی دی چې د کډوالو په اړه ډېر سخت دریځ لري.

ټرمپ د انتخاباتو په کمپاین کې ژمنه کړې وه چې د بې قانونه کډوالو ته د اسنادو د ورکولو پروگرام به له منځه یوسي، د مکسیکو په سرحد به دیوال ووهي، او دوه دری میلیونه هغه غیرقانوني کډوال به له امریکا وباسي چې اسناد نلري او دی وایي چې هغه مجرمین دي.

سپینې ماڼۍ ته د منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ ننوتلو ته یوازي څو ورځې پاتې دي او د هیواد په پنځه شپیته ښارونو کې د مهاجرینو او اقلیتونو د حقوقو په ملاتړ لارینونو پیل شوي دي.

همداسي یوه غونډه په واشنگټن کې په هغې کلیسا کې وشوه چې په دې هیواد کې د مدني حقونو په مبارزه کې اوږد تاریخ لري.

د افریقایي میتودي اسقفي په تاریخي کلیسا کې خلک راټول شوې و چې پر ټرمپ باندې فشار واچوي چې د کډوالو او اقلیتونو په اړه د خپل کمپاین د وخت له سختو دریځ څخه په شا شي.

د کډوالو ملاتړي د جمهور رئیس ټرمپ څخه غواړي چې د کډوالو له ایستلو څخه ډډه وکړي او د جمهور رئیس اوباما د دورې هغه قانون ته ادامه ورکړي چې په ماشومتوب کې دغه هیواد ته راوستل شوي دي.

ددې غونډې تنظیموونکی گاستاوو توریس وایي چې اسیايي امریکایان، افریقایي امریکایان، او لاتیني امریکایان چې ټول باید گډه مبارزه وکړي.

د کډوالو د حقوقو فعالان په نیویارک کې د ټرمپ ټاور مخې ته لاریون کوي.

د کډوالو د حقوقو فعالان په نیویارک کې د ټرمپ ټاور مخې ته لاریون کوي.

​هغه زیاتوي "فکر کوو چې اوس جمهوري غوښتونکې د اصلاحاتو د راوستلو موقع لري، همدې خلکو پر جمهور رئیس اوباما نیوکه کوله چې د کډوالو په اړه قانوني اصلاحات نه کوي. اوس سپینه ماڼۍ، سنا او کانگرس ټول د دوی په واک کې دي."

د "موږ همدلته پاتې کیږو" تر شعار لاندې لاریونونه د شنبې په ورځ پیل شول او دوشنبې د ډاکټر مارټین لوتر کنگ رخصتي ده، چې په دې هیواد کې د نسل پرستۍ پر ضد او د مدني حقونو د مبارزې سرلښکر بلل کیږي.

د غونډې یوې گډونوالې ماریا گومیز وویل "زه ددې خلکو ملاتړ ته راغلې یم. که څوک اسناد لري، او که یې نلري، پروا نلري. موږ ټول مبازې ته راغلي یو او ټول مساوي حقوق لرو.

تینا کاساوونگ وویل "زه د ټولو کډوالو د ملاتړ لپاره راغلې یم، ځکه موږ ټول امریکایان یو. اسناد مهم نه دي، په زړونو کې امریکایان یو، د خپلو بچیانو ښه راتلونکی غواړو. ".

د غونډې بله گډونواله امبر پینټو د اوباما په دوره کې اسناد ترلاسه کړي دي، خو بیا هم ویریږي. دا زیاتوي چې ورور یې هم د مهاجرینو د پروگرام مستحق دی، خو له ویري، دفتر ته مراجعه نه کوي.

روښانه نه ده چې راتلونکی ولسمشر به د کډوالو په اړه خپله ژمنه څومره عملي کړي خو د اقلیتونو او کډوالو رهبران او د مدني حقونو فعالان سر له اوسه د د ټرمپ په وړاندې مقاومت ته چمتو ښکاري.