شاته

عبدالحکیم مجاهد د سولې عالي شورا غړیتوب له لاسه ورکړ

د افغان حکومت چارواکي وايي، چې د ارګ او اجرائيه ریاست د پریکړې پر بنسټ، د افغانستان د سولې عالي شورا سلاکار عبدالحکیم مجاهد له دندې ګوښه شوی دی.

ارګ او اجرائيه ریاست دا پریکړه، د طالبانو په اړه د ښاغلي مجاهد له څرګندونو وروسته کړې ده.

د افغانستان د اجرائيه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم امریکا غږ ته وویل "هغه (عبدالحکیم مجاهد) په یو مشخص مورد کې د نظر ورکولو او دغه راز له تروریستي ډلو سره د لیوالتیا ښودلو په سبب له دندې ګوښه شوی دی. د ملي یووالي حکومت مشرانو دا پریکړه کړې ده."

عبدالحکیم مجاهد تیره اونۍ د پنج‌شنبې په ورځ په یوې غونډه کې وویل، طالبان د پخوانیو مجاهدینو د خپل‌منځیو جګړو په نتیجه کې رامنځ ته او په افغانستان کې د سولې او امنیت ټینګولو لپاره د کندهار له سپین‌بولدک څخه خوځښت پیل کړ.

ښاغلي مجاهد په دوام کې وویل "...طالب تر دې ځایه پورې د استاد رباني په قول باندې د سولې فرشتې دي، سوله یې افغانستان ته راوړه."

امریکا غږ هڅه وکړه، چې د ښاغلي مجاهد د ګوښه کیدو په اړه د جمهوري ریاست غبرګون هم واخلي، خو ارګ لا تر اوسه په دې برخه کې خپل دریځ نه دی څرګند کړی.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، چې ارګ او اجرائيه ریاست د ښاغلي مجاهد د وروستیو څرګندونو پر سر خبرې کړې دي.

د دغې شورا یوې مرستیالې حبیبې سرابي امریکا غږ ته له دندې څخه د ښاغلي مجاهد ګوښه کول سل په سلو کې تائید نه کړ، خو ویې ویل "د سولې شورا د غړو ګمارل او ګوښه کول د افغانستان د جمهوري ریاست او اجرائيه ریاست صلاحیت دی."

د افغانستان د سولې عالي شورا د یو بیان په خپرولو، د عبدلحکیم مجاهد څرګندونوې د هغه شخصي نظر بللی او ویلي یې دي، چې د تیرې پنج‌شنبې ورځې په غونډه کې یې د دغې شورا په استازیتوب ګډون نه دی کړی.

د دغه بیان په یوه برخه کې راغلي"د سولې عالي شورا د دې ډول څرګندونو په اړه هیڅ ډول مسولیت نه لري."

د سولې شورا په دې بیان کې د ښاغلي مجاهد د ګوښه کیدو په اړه څه نه دي ویلي خو د هغه د څرګندونو په اړه یې د هراړخیزو څیړنو غوښتنه کړې.

له دې مخکې د بلخ ولایت سرپرست عطامحمد نور له جمهوري ریاست څخه غوښتنه کړې وه، چې ښاغلی مجاهد توقیف او ورته سزا ورکړي.

تیره ورځ د افغانستان جمهوري ریاست په یو بیان کې وویل افغان حکومت د عبدالحکیم مجاهد د څرګندونو په اړه تحقیقات کوي.

د جمهوري ریاست په بیان کې راغلي، سره له دې چې افغان دولت د بیان ازادۍ ته درناوی او ژمنتیا لري، خو هیچاته د دې اجازه نه ورکوي چې د بیان له ازادۍ څخه په ګټه اخیستنې د افغانانو 'قاتلانو' او د افغانستان 'ویجاړونکو' ته د سولې د فرشتو خطاب وکړي.

د جمهوري ریاست د بیان له مخې، هغه تروریستي ډلې او ګروپونه چې د 'پردیو په لمسون او اشاره' تروریستي فعالیتونه ترسره کوي، د سولې پرځای د ځپلو او له منځه وړلو مستحق دي.

جمهوري ریاست ټینګار کړی، چې افغان حکومت به په جدیت، دقت او د قانون په چوکاټ کې د ښاغلي مجاهد د څرګندونو په اړه تحقیقات وکړي.