شاته

چین د تایوان په هکله د خبرو لپاره د ټرمپ غوښتنه رد کړله

د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې د تایوان او چین تر منځ په خبرو کې به په سیمه کې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ نه کار اخلي خو د چین د بهرنیو چارو وزارت دغه غوښتنه رد کړله.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند لو کانګ د ټرمپ‌ د دې څرګندونو په ځواب کې ویلي دي چې " متحد چین" پر سر مذاکرات نشي کیدلی. د وزارت په اعلامیې کې ویل شویدي چې په هر ډول خبرو کې یوازې د " چین خلق جمهوریت " حکومت مشروعیت لري.‌

خو د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ بیا د همدې تیرې جمعې په ورځ‌ د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې سره په مرکې ویلي دي چې د " متحد چین" په شمول په ټولو مسایلو خبرې اترې کیدلی شي.‌

ټرمپ د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ګټلو نه ورسته د تایوان د جمهور رئیسي سره هم په ټیلیفون خبرې کړې وې چې چین پرې جدي عکس العمل ښودلی و. دا په تیرو څلویښتو کالونو کې لومړی ځل و چې د امریکا یو جمهور رئیس یا منتخب جمهور ئیس د تایوان د رهبر سره رسماً خبرې کوي.‌

ډونالډ‌ ټرمپ په چین انتقاد کوي چې د شمالي کوریا د مهار کولو لپاره جدي عمل نکوي او د خپل پولي واحد ارزښت قصداً ټیټوي چې امریکایي شرکتونه تاواني کړي. چین تر اوسه د ټرمپ د انتقادونو په ځواب کې جدیت ندی ښودلی خو کارپوهان وایي کله چې هغه سپیني ماڼۍ ته ولاړ شي،‌د چین عکس العمل به هم بدل شي.