شاته

افغانستان د صحراکپ سیالۍ ایرلنډ ته په ماتې ورکولو پیل کړې

افغانستان په اولې لوبې کې ایرلنډ ته ماتې ورکړهافغانستان په متحدو عربو اماراتو کې د صحرا کپ په سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه له ایرلنډ څخه وګټله.

پچه ایرلنډ وګټله او په ۲۰ اورونو کې یې افغانستان ته د ۱۲۶ منډو هدف وټاکه. محمد نبي، راشدخان او امیر حمزه د ایرلنډ دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

افغانستان دا منډې په ۱۹ اورونو کې پوره کړې او لوبه یې په پنځو ویکټو وګټله. محمد شهزاد محمدي او نجیب ترکي ښه پیل وکړ، شهزاد په ۲۹ او نجیب په۳۱ منډو وسوځېدل.

محمد نبي عیسي خیل په ۱۹ توپونو ۲۶ منډې وکړې او له نجیب ځدراڼ سره چې ۱۱ منډې وکړې، تر پایه ونه سوځېدل. په خپله کپټان اصغر ستانکزي شپږ منډې وکړې، ګلبدین نایب دوه اړ سمیع الله شینواري ۱۳ منډې وکړې.

تر دغو سیالیو مخکې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپټان اصغر ستانکزي امریکا غږ اشنا ته ویلي وو چې د لوبغاړو مورال یې لوړ دی او هیله مند دی چې دا جام وګټي.

د صحرا کپ په سیالیو کې پر افغانستان سربېره ایرلنډ، سکاټلنډ، هالنډ، متحده عرب امارت، عمان، نمیبیا او هانګ برخه لري چې د همدغې میاشتې په ۱۴ نېټې په متحدو عربو اماراتو کې پيلیږي.

د افغانستان دویمه یې له اماراتو او درېیمه یې له نمیبیا سره ده. افغانستان څو کاله مخکې دا اتلولي ګټلي وه.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.