شاته

بدخشان کې د طالبانو د والي مرستیال او د هغه ډرایور په بمي چاودنه کې وژل شوي، شپږ تنه ټپیان

واشنګټن ــــ د افغانستان په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې نن سهار یوه بمي چاودنه شوې ده چې د طالبانو په وینا د دوی د دې صوبې د والي یا ګورنر مرستیال نثار احمد احمدي پکې وژل شوی دی.

په بدخشان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي نن د سه شنبې- نهې په ورځ سهار شاوخوا اته بجې یو ځانمرګي بریدګر ددغه ولایت لپاره د طالبانو د والي مرستیال موټر مخ ته د چاودېدونکو توکو ډک موټر چاودلی چې له امله یې د والي مرستیال او یو بل تن پکې وژل شوي دي.

په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ادارې مشر مولوي معزالدین احمدي وویل، چې دا پېښه د مرکز فیض اباد ښار عدالت چوک ته نیژدې شوې ده چې وایي مرستیال ګورنر مولوي نثار احمد احمدي او د هغه ډرایور پکې وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

معزالدین احمدي وي او اې آشنا ته ویلي، په دې برید کې بریدګر هم وژل شوی دی، خو دا چې بریدګر پېژندل شوی که نه او څوک دی په دې اړه یې تر اوسه څه نه دي ویلي.

اې پي خبري ایجنسۍ بیا وایي چې په چاودنه کې لس تنه ټپیان شوي دي خو دا یې موټر بم چاودنه ګڼلې او د ځانمرګي برید یې څه نه دي ویلي.

تر اوسه د دې برید ذمه واري چا پر غاړه نه ده اخیستې خو په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې پر طالبانو د اکثرو بریدونو ذمه وارۍ داعش خراسان ډلې پر غاړه اخیستې دي.

د 2021 کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته تر اوسه په همدې بدخشان ولایت کې د طالبانو پر لوړ پوړو چارواکو څو بریدونه شوي دي.

د تېر 2022م کال د دسمبر پر 26مه د بدخشان د پولیسو له ودانۍ سره نیژدې په یو موټر کې د ایښودل شوو چاودېدنکو توکو په چاودنه د دغه ولایت لپاره د طالبانو د پولیسو د مشر مولوي عبدالحق ابوعمر په ګډون درې کسان وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان وو.

د روان 2023م کال د مارچ پر نهمه د بلخ ولایت لپاره د طالبانو والي داود مزمل په خپل دفتر کې په یوه چاودنه کې له دوو نورو کسانو سره وژل شوی وو. په دې برید کې اوه تنه ټپیان شوي وو.

پر داود مزمل باندې د برید ذمه واري داعش ډلې په غاړه اخیستې وه.

داعش ډلې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې د کابل په ګډون په څو ښارونو کې د یو شمېر هغو لویو بریدونو ذمه وارۍ هم پر غاړه اخسیتې دي چې پر سکولونو، جوماتونو او نورو عامو ځایونو شوې دي او په سلګونو کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي‌ دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00