شاته

اېمنېسټي انټرنېشنل په پاکستان د موسمي بدلون په اثراتو تشویش څرګند کړی

د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنېسټي انټرنېشنل په پاکستان د موسمي بدلون د اثراتو په اړه تشويش څرګند کړی او د ماحول د نړیوالي ورځ په مناست یو رپورټ کې يې غوښتنه کړې چې په پاکستان کې د سختي ګرمۍ په څپو او په انساني صحت د دې د اثراتو د مخنیوي دپاره دې ګامونه پورته کړی شي.

د می په پېنځمه نېټه د ورلد اېنواریمنټ ډي یا د ماحول نړیواله ورځ لمانځل کېږي.

د ورلډ اېنواريمنټ ډی په مناسبت اېمنېسټي انټرنېشنل ای برننګ اېمرجنسي اېکسټریم هيټ اېنډ دي رایټ ټو هېلت اېن پاکستان یا په اور لګېدلي بيړنی حال، انتهايي سخته ګرمي او په پاکستان کې د صحت حق په عنوان اېمنېسټي انټرنېشنل په خپل رپورټ کې د انسانانو په ژوند او په کار روزګار د ګرمۍ اثراتاتو ته کتنه کړې ده.

مطبوعاتو ته جاري کړی شوي بیان کې اېمنېسنټي انټرنېشنل وویل رپورټ يې د هغو خلکو کوښښونه څرګندوي چې د دنیا په سختو ګرمو سيمو او غربت کې د ژوند کونکو خلکو کوښښونه څرګندوي.

د جنوبي اېشیا دپاره د اېمنېسټي انټرنېشنل چارواکې دينوشېکا دېسانایکا وویل پاکستان د موسمي بدلون د مسلې په سرخط ولاړ هېواد دی.

اېمنېسټي انټرنېشنل د پاکستان د حکومت نه هم غوښتنه وکړه چې داسې جامع تګلاره دې جوړه کړي چې د انتهايي ګرمۍ نه خلک محفوظ وساتي.

د اېمنېسټي انټرنېشنل د رپورټ ترمخه په پاکستان کې د ۴۰ مېلین نه زیات خلک بجلۍ ته لاس رسی نه لري، په غربت کې ژوند کونکي خلک یا خو بجلي نه لري او یا د اېرکنډېشنر او د شمسي توانای ښېښي په مالي توګه نه برداشت کولی.

ماهرین وايي په پاکستان کې د تېر کال سېلابونو یو علت په نړیواله کچه د تودوخي زیاتېدل هم و.

د کال ۲۰۲۲ د جون په میاشت کې سېلابونو دلاسه په پاکستان کې د ۱۷۰۰ نه زیات کسان مړه شوي او د ۳۳ مېلین نه زیاتو خلکو ژوندونه په منفي ډول متاثر شوي دي.

ورلډ مېټيریولاجېکل ارګنایزېشن خبرداری کړي چې په اینده پېنځو کلونو کې د دنیا په درجه هرارت کې د هر کال د یوې درجې نه زیاته اضافه کېدلی شي.

یادونه: د دې خبر ځينې معلومات د وي او ای خبریالې لیزا شلاین د رپورټ نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00