شاته

روس وايي په دونېسک سیمه کې يې د اوکراین حمله تمبولي ده

روس د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل چې ځواکونو يې د اوکراین په جنوب کې د دونېسک په سیمه کې د اوکراین لویه حمله په تمبولي ده.

د ګل، دوشنبې، په ورځ به د امریکې صدر جوبایډن په واشنګټن کې د ډېنمارک وزیراعظم مېټ فرېډرېکسن سره ملاقات کوي. توقع ده چې په ملاقات کې به اوکراین سره د مرستې او په ډېنمارک کې د اوکراین د پایلټانو د تربيې په اړه هم خبرې وشي.

د روس د دفاع وزارت وویل د اوکراین د حملې مقصد په محاذ کمزوری ځای وهل وو خو اوکرایني ځواکونو کامیابي ونه موندله.

دونېسک په د اوکراین په هغو علاقو کې شامل دی چې روس نیولي او صدر پوټن تېر کال په روس کې د ضم کولو اعلان يې کړی.

د وي او ای رپورټ وايي دا نه معلومه چې روس په دونېسک کې د کومې حملې خبره کړې دا هغه جوابي حمله ده چې اوکراین يې د ډیر وخت راهسې منصوبه بندي کوي چې هغه علاقې بېرته واخلي چې روسي ځواکونو نيولي دي.

د اوکراین پوځ د جنګ په اړه خپل روزانه رپورټ کې په دونېسک او لوهانسک سیمو کې د ۲۹ جګړو ذکر وکړو.

د اوکراین صدر ولادومېر زېلېنسکي د هرې ورځې شبینه تقریر کې د اتوار، يکشنبې، په ورځ وویل چې هغه ماشومان دې یاد وساتل شي چې په اوکراین د روس په یرغل کې وژل شوي دي.

هغه وویل د روس په حملو کې ۴۸۵ ماشومان وژل شوي دي.

هغه وویل ۱۹۵۰۵ ماشومان روس ته بوتلل شوي دی او اوس هم د هغه په قول د دښمن په لاسونو کې دي.

روسي چارواکي وايي ملکي خلک نه په هدف کوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، روېټرز او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00