شاته

ملګرو ملتونو په افغانستان او د نړۍ په نورو 21 هېوادونو کې د لوږې زیاتېدو اندېښنه ښودلې

واشنګټن ــــ د خوراک نړيوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د افغانستان په ګډون په 22 هېوادونو کې د لوږې او خوړو د بېړنۍ اړتیا د ډېرېدو خبرداری ورکړی دی.

دواړو سازمانونو اندېښنه ښودلې چې په افغانستان، نایجیریا، سومالیا، سوډان، یمن او څو نورو هېوادونو کې ناامنۍ او پر خلکو او توکو بندیزونه د لوږې د ډېرېدو لاملونه ګڼل شوي دي.

د دغو ادارو رپوټ ښيي چې د خراب اقتصادي حالت پر مهال د بهرنیو مرستو کمښت، د ښځو په کار بندیز او وچکالي په افغانستان کې د خوراک د کمي سبب ګرځي.

د بشري حقونو لپاره کارکوونکي وايي د تېر په نسبت اوس مهال د افغانستان په ښاري او کليوالو دواړو سيمو کې خلک د سختې لوږې سره مخ دي چې له امله يې زياتره ښځې او ماشومان متاثره کېږي.

په دې حقله په افغانستان کې مېشت د بشري او مېرمنو د حقونو فعاله فروزان داودزۍ وي او اې ډيوه سره خبرو کې وویل:

"په دې دليل چې افغانستان يو جنګ ځپلی ملک دی او اکثريت کورنۍ نارينه نه لري، ښځې د کورنيو سرپرستې دي، نو مونږ وينو چې په خارجي موسساتو او دولتي ادارو کې او همدا شکل په ازادو کارونو کې په مېرمنو چې کوم محدوديتونه لګېدلي دوی نه شي کولی هغه اقتصادي مشکلات حل کړي او د خپلې کورنۍ لپاره منظم عايد [آمدن] ولري".

په رپوټ کې اټکل شوی چې د افغانستان نیزدې 15.3 ميلينه خلک به د 2023م کال د مې او اکتوبر تر منځ د خوراک له سختې ناامنۍ سره مخ شي، چې 2.8 ميلينه کسان به پکې بېړنی حالت لري۔

خو ځيني افغان سياسي څېړونکي وایي حالت دومره هم خراب نه دی څومره چې ښودل کېږي، دوی وايي خلکو سره د خوراکي مرستو تر څنګ بايد نړيواله ټولنه د افغانانو لپاره کاري فرصتونه برابر کړې چې په مستقل ډول د معاش ګټلو جوګه شي.

په دې حقله په کابل کې مېشت د سياسي چارو کارپوه امين احساس وي او اې ډيوه ته وويل چې د نړيوالو سازمانونو کومکونه غېرموثر دي ځکه چې وایي يواځې هغه خواړه او خوراکي توکي ورکول کېږي چې خلک يې مصرف کوي او د دوی لپاره د روزګار بندوبست نه کېږي:

"دا يې د حل لاره نه ده، نړيوال سازمانونه که غواړي افغانانو سره اساسي مرسته وکړي کارخانې ورته بايد جوړې شي، د اوبو بندونه جوړ شي، کرنيزې ځمکې تر اوبو لاندې راوستل شي او نور واړه او متوسط کاروبارونه ورته جوړ شي".

د خوراک نړيوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د تازه رپوټ په حقله مو د طالبانو له مرستيال ترجمان بلال کريمي سره د خبرو کولو کوشش وکړو خو بريالي نه شو.

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د افغانستان په یو شمېر شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې د غنمو پر کروندو د ملخانو د برید له امله په افغانستان کې تر 1.2 ميلينه ميټرک ټنه غنمو د فصلونو د تباه کېدو د امکان خبرداری ورکړی.

ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې چې د دغو ملخانو له امله به افغانستان ته د 480 میلینه ډالرو پورې زیان ورسېږي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

په افغانستان کې هم د امن نيشتوالی او لوږه سره څنګ په څنګ روان دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:28 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00