شاته

چین افغانستان سره د خوراکي توکو مرسته کوي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام چارواکي وايي، چې چین ورسره د شاوخوا ۷۰زرو کسانو لپاره د مرستې برابرولو ژمنه په داسې حال کې کړې، چې دا اداره افغانانو ته د مرستو د برابرولو په برخه کې د بودیجې د جدي کمښت سره مخ ده.

"ډبلیو ایف پي" د سه شنبې په ورځ ناوخته مۍ ۳۰ (جوزا نهم ) په یوه خبرپاڼه کې د چین د مرستې هرکلی کړی او ویلي دي، چې دا مرستې به د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ته ددې توان ورکړي چې د خوړو له شدید نه خوندیتوب سره مخ د ۷۰۰۰۰ کسانو لپاره د ژوند ژغورنې په موخه د خوراکي توکو مرستې ورسوي.

د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان د دفتر مشرې میرمن شاو وې لي، ویلي، چې د چین دا مرستې په داسې مهال شوي، چې د ملګروملتونو دا اداره په دغه هیواد کې افغانانو ته د خوړو د مرستو د برابرولو په برخه کې د بودیجې د جدي کمښت سره مخ ده.

میرمن شاو وې لي ویلي: " ګمان کیږي، چې د هیواد په کچه تر۱۵میلیونو ډیر خلک د خوړو شدید نه خوندیتوب تجربه کوي او با ثباته بشري مرستو ته اړتیا ده ترڅو د وار له مخه د ډاروونکې لوږې او خوارځواکۍ د لا لوړیدو مخه ونیول شي. "

ملګرو ملتونو د روان ۲۰۲۳ کال په سر کې افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونو وګړو ته د مرستو د دوام لپاره د ۴.۶ ملیاردو ډالرو د مرستې غوښتنه کړې وه. خو د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" د معلوماتو له مخې نړیوالې ټولنې تراوسه ددغو مرستو ډیره کمه برخه برابره کړې ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام له وړاندې ویلي، چې د مرستو د کمیدو وروسته یې په افغانستان کې مرستو ته اړو کسانو سره خپلې مرستې یا کمې کړي او یا هم ځنډولي او د خوراکي توکو د مرستو کچه یې د ټولو کورنیو لپاره را ټیټه کړې او د مستحقینو له ډلې څخه یې ۸ میلیونه کسان کم کړي دي.

"ډبلیو ایف پي" وايي، چې په پام کې لري، چې افغانانو سره د چین په مرسته به ۱.۵۰۰میټریک ټنه د غنمو اوړه، ۱۸۵ میټریک ټنه دالنخود، له۱۳۰ میټریک ټنو څخه زیات نباتي غوړي او ۱۵ میټریک ټنه مالګه وپيري. دغه مرستې به "ډبلیو ایف پي" ته د دې اجازه ورکړي چې نږدې ۷۰۰۰۰ خلکو ته د د دوه میاشتو لپاره د خوراکي توکو مرستې برابرې کړي.

همدا تیره ورځ د ملګرو ملتونو دوو ادارو په افغانستان او شمېر نورو هېوادونو کې د لوږې او خوړو د بېړنۍ اړتیا د ډېرېدو خبرداری ورکړی و.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام او ملګرو ملتونو د خوړو او کرهڼې ادارې اندېښنه ښودلې چې په افغانستان، نایجریا، سومالیا، سودان، یمن او څو نورو هېوادونو کې ناامنۍ او پر خلکو او توکو بندیزونه به د لوږې د ډېرېدوسبب شوې ده.

د ملګرو ملتونو دغو ادارو ویلي چې په دغو هېوادونو کې چې خلک یې واردمخه د لوږې سره لاس او ګریوان دي، د خوراکي توکو د کمښت له اړخه خطرناک لوري ته روان دي، او په دغو هیوادونو کې یې د خلکو د ژغورنې لپاره پر نړیوالو د مرستو د برابرولو غږ کړی دی

د ملګرو ملتونو په راپور کې د نړۍ ۲۲ هیوادونه یاد شوي چې د سختې لوږې له خطر سره مخ دي. خو پدغو هیوادونو کې یې نهه د نورو په پرتله د زیاتې اندېښنې وړ ښودل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، د دغې ستونزې له نظره غورځول به ناوړه پایلې ولري.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو سره سم پر دغه هیواد نړیوالې ټولنې مرستې بندې شوي، چې د مرستو د بندیدو او د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د د افغانستان بانک د نږدې لسو ملیاردو ډالرو د شتمنۍ کنګل کیدو وروسته دا هیواد د سخت اقتصادي بحران سره مخ شو، چې له امله یې د هغو کسانو شمیر ډیر زیات شو، چې د ژوند د تیرولو لپاره په بشري مرستو متکي دي.

تیره میاشت د ملګرو ملتونو انکشافي پروګرام یو راپور خپور کړ، چې په کې ویل شوي، چې په افغانستان کې ۳۴ میلیونه وګړي د لوږې د کرښې لاندې ژوند کوي. یو این ډي پي په دغه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې دا اندازه شاوخوا ۱۵ میلیونو وګړو ته رسیدله.

"ډبلیو ایف پي" وايي، چې په تیر ۲۰۲۲ کال کې یې په افغانستان کې ۲۳ میلیونو خلکو ته مرستې رسولې دي.

۱.۱۴ میلیونه میټریک ټنه خوراکي توکي او د ۳۲۵.۸ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت نغدې مرستې یې ویشلي دي، چې د ۲۳ میلیونو مرسته شوو خلکو له ډلې څخه ۱۱.۶ میلیونه میرمنې او ۱۲.۳ میلیونه یې ماشومان وو.