شاته

د قطر صدراعظم په کندهار کې د طالبانو د مشر سره په پټه لیدلي - رویټرز 

د رویټرز اژانس د یوې باخبره سرچینې په وینا رپوټ ورکړی چې د قطر صدراعظم په روانه میاشت کې افغانستان ته د سفر پر مهال په کندهار کې د طالبانو له مشر سره په پټه کتلي او له هغه سره یې د نړیوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ د کړکېچ د هواري او د انزوا څخه د افغانستان په ایستلو خبرې کړې دي.

په رپوټ کې راغلي چې د قطر صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني د طالبانو د مشر ملا هیبت الله سره د مۍ د میاشتې د ۱۲ (غوایي ۲۱) لیدنه کتنه کې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار د طالبانو د بندیز د ختمولو په اړتیا ټینګار کړی دی.

که چیرې دغه لیدنه کتنه تائید شي دا به د یو بهرني مشر سره د طالبانو د مشر لومړنۍ کتنه وي.

ملا هیبت الله په کندهار کې اوسیږي او په عامه محضر کې ندی لیدل شوی او تر اوسه یواځې یو څو غږیز پیغامونه یې خپاره شوي دي.

دغې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي چې ددې لیدنې کتنې او د ټولو هغو موضوعګانو په اړه چې په کې بحث شوی د متحده ایالاتو حکومت ته رپوټ ورکړل شوی دی.

متحده ایالاتو د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کارکولو بندیزونه لرې کړي او ښځو ته اجازه ورکړل شي چې د ملګرو ملتونو او خیریه موسسو په ګډون کار وکړي.

سپینې ماڼۍ تر اوسه د طالبانو له مشر سره د قطر د صدراعظم د کتنې په اړه څه نه دي ویلي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او په واشنګټن کې د قطر سفارت هم په دې اړه د رویټرز پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی. طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په زده کړو او کار بندیز

د ښځو پر زده کړو او کار محدودیتونو د بشري مرستو رسول خنډني کړي او د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پیژندلو یو له اصلي لاملونو څخه دی.

ملګرو ملتونو د مارچ په میاشت کې د دغه سازمان د بشري حقونو شورا ته د یوه راپور په وړاندې کولو سره ویلي وو چې له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند د بشریت ضد جنایت بلل کېدای شي. خو طالبان وايي چې د اسلامي شریعت او افغاني کلتور له مخې د ښځو حقونو ته درناوی کوي.

سره له دې چې د طالبانو مشر سخت دریځه اسلامپال دی او تر دې دمه یې په خپلو حکمونو کې د جوړجاړي لپاره لږه لېوالتیا ښودلې، خو د رویټرز د راپور له مخې له شیخ محمد سره په لیدنه کې یې داسې ښودلې چې د افغانستان د انزوا د ختمولو او د مرستو د پروګرامونو د زیاتولو په لارو چارو باندې خبرو ته لیوال دی.

سرچينې وويل چې "غونډه ډېره مثبته وه" او هیبت الله له نړيوالې ټولنې سره د خبرو د دوام لپاره "ډېر لېواله" و.

د سرچينې په وينا، شيخ محمد له هیبت الله سره د ښځو پر زده کړو او کار د بنديزونو په ځانګړې توګه په ملګرو ملتونو او نورو خيريه موسسو کې د کار کولو د بندیر په لرې کولو خبرې کړي.

طالبانو په افغانستان کې د بیا واکمن کیدو وروسته له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز ولګاوه او ښځې یې له کوره بهر له کار کولو منع کړې. دې ډلې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو په دفترونو او نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو هم بندیز لګولی دی.

د بشري کړکیچ پای ته رسول

شیخ محمد او هیبت الله په افغانستان کې د بشري ناورین سره د مقابلې لپاره د هڅو په اړه هم خبرې کړې دي.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې د افغانستان د ۴۰ میلیونه نفوس شاوخوا درې پر څلورمه برخه مرستې ته اړتیا لري او دغه نړیوال سازمان د افغانستان له بشري ناورین سره د مقابلې لپاره د پیسو د کموالي خبرداری ورکړی دی.

په ۲۰۱۳ کال کې قطر طالبانو ته اجازه ورکړه چې د دغه هېواد په پلازمېنه دوحه کې سیاسي دفتر پرانیزي او د خبرو اترو زمینه برابره کړي چې په پای کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د ۲۰۲۰ کال هوکړې ته یې لاره هواره کړه. قطر له افغانستان څخه د د ځواکونو په وتلو او د تخلیې په پروسه کې هم مهم رول لوبولی دی.

که څه هم قطر د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمیت نه دی پېژندلی او له دې ډلې سره یې مستقیمې دیپلوماتیکې اړیکې نه لري، خو په کابل کې د قطر سفارت پرانیستی دی او د امریکا د ګټو استازیتوب کوي.