شاته

بلینکن له ترکیې او هنګري وغوښتل هر څومره ژر چې کیږي ناټو کې د سویډن غړیتوب ومني

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن یو ځل بیا په ترکیې او هنګري غږ وکړ چې د شمالي اتلانتیک تړون سازمان یا ناټو کې د سویډن غړیتوب هر څومره ژر چې کیږي ومني.

ښاغلي بلینکن سه شنبه مې ۳۰ (غبرګولي۹) د سویډن د صدر اعظم اولف کریسترسن سره په ګډ خبري کنفرانس کې د ترکیې د نوي بیا ټاکل شوي جمهور رئیس رجب طیب اردوغان څخه وغوښتل چې د سویډن غړیتوب سره مخالفت پای ته ورسوي او زیاته یې کړه چې سویډن د انقرې اندیښنو ته ځواب ویلی.

د متحده ایالاتو دې جګپوړي دیپلومات ټینګار درلود چې د ناټو په سازمان کې د سویډن د غړیتوب منلو وخت را رسیدلی او د ترکیې تر څنګ یې د هنګري څخه هم چې تر اوسه یې د سویډن غړیتوب ندی منلی وغوښتل چې هر څومره ژر امکان لري دا کار دې وکړي.

بلینکن زیاته کړه، " د نور وخت غوښتو لپاره هیڅ دلیل نشته. سویډن اوس چمتو دی او تمه لرو چې دا پروسه په راتلونکو اوونیو کې بشپړه شي. مونږ هیڅ شک نلرو چې دا کیدی شي، باید وشي او هیله لرو چې وشي".

ټاکل شوې چې د ناټو غړیو هیوادونو مشران د روان میلادي کال د جولای د میاشتې په ۱۱ مې او ۱۲ مې د لیتوانیا په پایتخت ویلنیوس کې غونډه وکړي خو د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر پدې هکله تبصره ونکړه چې آیا په ناټو کې د سویډن د غړیتوب پروسه به تر دې غونډې بشپړه شي که نه.

په عین حال کې د سویډن د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ترکیې سره به ژر په ناټو کې د سویډن د غړیتوب په اړه بحث پیل کړي.

د سویډن د بهرنیو چارو وزیر توبیاس بیلسټروم تیره اوونۍ ویلي چې ډیر ژر به د خپل ترکي سیال سره وګوري او پدې هکله به ورسره خبرې اترې وکاندي.

په همدي حال کې د ناټو عمومي منشي ینز سټولټنبرګ ویلي چې د ناټو په سازمان کې د سویډن په غړیتوب موافقه نږودې شوې او آن دا یې وویل چې امکان لري د جولای په غونډې کې به دا هیواد د غړي په توګه ګډون وکړي.

ښاغلي سټولټنبرګ د سویډن د اوسلو په ښار کې چې د ناټو د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د راتلونکې سرمشریزې په هکله د خبرو لپاره راټول شوي و، خبریالانو ته وویل، " هیڅ ضمانت نشته خو دا په بشپړه توګه امکان لري چې یو حل ته ورسیږو او تر هغې نیټې پورې سویډن ته بشپړ غړیتوب ورکړل شي".

روسیې د ۲۰۲۲کال د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین باندې یرغل پیل کړ او له هغه وروسته سویډن او فنلنډ په ناټو کې د غړیتوب ترلاسه کولو هلې ځلې پیل کړې. فنلنډ غړیتوب ترلاسه کړ، خو ترکیې د سویډن د غړیتوب سره مخالفت څرګند کړی.

ترکیه د ناټو غړې ده او په دغه سازمانو کې د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره د ټولو هېوادونو موافقه مهمه ده. د ترکیې او سویډن ترمنځ اختلافات له پخوا راهېسې روان دي.

سویډن په ترکیې باندې د بشري حقونو څخه د سرغړونې له کبله انتقادونه کوي او دموکراسۍ ته یې ژمنه نه بولي.