شاته

ولې یو شمیر هندي پهلوانان غواړي خپل د اتلولۍ مډالونه سیند وغورځوي؟

د هند یو شمیر مشهورو پهلوانان چې غوښتل یې د سه شنبې په ورځ مې ۳۰ (غبرګولي۹) خپل د اتلولۍ مډالونه د ګنګا سیند ته وغورځوي، د ټولنې د مشرانو لخوا تر مداخلې وروسته لدې کاره لاس په سر شول.

په ډهلي کې د څه باندې یوې میاشتې راپدیخوا پدې هیواد کې د جنسي ځورونې پر ضد مشهورو پهلوانانو او ورزشکارانو مظاهرې پیل کړي چې عام ولس هم ورسره یو ځای شوی.

دغه پهلوانان چې میرمنې هم پکې شته د هند د پهلوانۍ فدارسیون د مشر بریج بهوشا شاران سینګ له دندې ګوښه کیدل او نیول کیدل غواړي.

پهلوانان په ښاغلي شاران سینګ تور لګوي چې ځوانې پهلوانانې یې په جنسي توګه ځورولي او دا ګواښ یې هم کړی که دی له دندې لیرې نشي او ونه نیول شي لومړی به خپل د اتلولي مډالونه د ګنګا سیند ته واچوي او بیا به په نوې ډهلي کې د نه خوړو اعتصاب وکړي.

د مظاهرو مشري دوه ورزشکارانې کوي.

ساکشي ملک چې د المپیک په سیالیو کې یې مډال ګټلی او وینیش پهوګاټ چې د نړۍ په کچه د اتلولۍ مډال لري د بل ورزشکار بجرنګ پوناج سره یو ځای د ګنګا سیند خوا ته د سه شنبې په ماښام راټول شوي و او پداسې حال کې چې ژړل یې غوښتل خپل مډالونه سیند ته وغورځوي خلکو پرې نښودل.

هندي پولیسو د لنډې مودې لپاره ساکشي ملک ونیوله. هغې په ۲۰۱۶ کال کې د المپکی په سیالیو کې په غیږ نیونې کې د برونز مډال ګټلی و.
هندي پولیسو د لنډې مودې لپاره ساکشي ملک ونیوله. هغې په ۲۰۱۶ کال کې د المپکی په سیالیو کې په غیږ نیونې کې د برونز مډال ګټلی و.

د سیمه ایزو مطبوعاتو د معلوماتو له مخې دې ورزشکارانو وروسته له هغه خپل مډالونه اوبو ته وانچول چې د سیمې یو مشر نریش ټیکیاټ ترې وغوښتل حکومت ته پنځه ورځې نور وخت هم ورکړي چې د دوي غوښتنو ته ځواب ووایي.

دې ورزشکارانو په ګډې اعلامیې کې ویلي، " دا مډالونه زمونږ ژوند او روح دي. کله چې دا د ګنګا په سیند کې ډوب کړو، بیا زمونږ لپاره ژوندي پاتې کیدل هیڅ معنی نلري. مونږ به د انډیا ګیټ ته ولاړ شو او تر هغه وخته به ډوډۍ نه خورو چې مړه شو".

د هند دروازه یا انډیا ګیټ په پایتخت نوې ډهلي کې د جګړې یادګاري څلی دی او د ښار په زړه کې پروت دی.

نږدې یوه میاشت وشوه چې دا ورزشکاران د خپلو سلګونو پلویانو سره په پایتخت نوې ډهلي کې په سرې ګرمۍ کې مظاهرې کوي.

د هند یو شمیر سیاسي مخالفینو او بزګرانو ټولنو استازو هم د دې ورزشکارانو سره لاس یو کړی ځکه چې پدې هیواد کې ډیری ورزشکاران د شمالي ایالتونو هریانا او پنجاب څخه دي چې دواړه یې کرنیز ایالتونه هم دي.

دا ورزشکاران وایي چې د پهلوانۍ فدارسیون مشر بریج بهوشان شاران سینګ اوه ځوانې پهلوانانې چې یوه یې وړه ماشومه ده، په جنسي توګه ځورولي دي.

سینګ ۶۶ کلن دی او د واکمن هندو ملت پال بهارتیا جانتا ګوند یو قوي وکیل او غړی دی. هغه دا تورونه ردوي او وایي چې سیاسي بڼه لري او د کانګرس ګوند په لمسون کیږي.

پداسې حال کې چې د هند صدراعظم نریندرا مودي د یکشنبې په ورځ د پارلمان نوې ودانۍ پرانیستله، دې ورزشکارانو غوښتل دې ودانۍ ته ننوزي او د پولیسو سره اخ او ډب هم وکړ.

پولیسو ګڼ شمیر مظاهره چیان هم نیولي.
پولیسو ګڼ شمیر مظاهره چیان هم نیولي.

پولیسو پونیا، ملک او ګڼ شمیر نور مظاهره چیان د لنډې مودې لپاره نیولي هم و خو وروسته یې خوشې کړل.

دې ورشکارانو ویلي چې پولیسو ورسره "وحشیانه" چلند کړی او د مظاهرو ځای یې هم ړنګ کړی.

په اعلامیې کې ویل شوي چې دوي کوم جرم ندی کړی بلکې د یو داسې کس پر ضد د عدالت غوښتنه کوي چې ورزشکارانې یې په جنسي توګه ځورولي دي.

دوي په اعلامیې کې ویلي، " مونږ سره داسې سلوک وشو لکه مجرمین چې اوسو. زمونږ د ښځینه پهلوانانو لپاره نور پدې هیواد کې څه ندي پاتې".

خو بل پلو بیا هندي پولیسو ویلي چې د سینګ پر ضد د جنسي ځورونې د تورونو پلټنه کوي او په همدې هکله ترې پوښتنې هم شوي.

د هند سترې محکمې هم منلې چې پدې قضیې کې د جنسي ځورونې جدي ادعاوې شوي خو د ښاغلي مودي په ګډون د بهارتیا جانتا ګوند جګپوړي مشران پرې غلي دي.