شاته

متقي لویدیځ ته: د افغانستان علمي کدرونه مه باسئ

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په غربي هیوادونو غږ کړی چې د هیواد څخه د مهارت لرونکو او تعلیم یافته افغانانو ایستل او بیا میشت کیدل دې بند کړي ځکه چې د هغه په وینا دا کار د افغانستان په زیان دی.

ښاغلي متقي دا څرګندونې د بهرنیو چارو په وزارت کې سه شنبه مې ۳۰ (غبرګولي۹) د هغو کسانو د کورنیو غړیو سره په لیدو کې کړي چې څه باندې ۳ میاشتې وړاندې په بلغاریا کې مړه شوي و او جسدونه یې تیره اوونۍ افغانستان ته یوړل شول.

دې جګپوړي طالب چارواکي پخپلو خبرو کې وویل چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه دی او افغان ولس یې وهڅاوه چې یوازې په قانوني لارو چارو دې بهرنیو هیوادونو ته سفرونه وکړي.

امیر خان متقي زیاته کړه، "دا پیغام باید نړیوال هم واوري چې افغانانانو ته دې پدې نامه کیسونه نه اچوي چې دلته یې سر ته خطر دی. د افغانستان استعدادونه، علمي کدرونه او د افغانستان افتخاراتو ته دې صدمه نه اړوي".

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په غربي هیوادونو غږ وکړ چې دا ډول کسان دې د افغانستان څخه نه باسي.

سره لدې چې امیر خان متقي پخپلو خبرو کې وویل چې افغانستان اوس د ټولو وګړو لپاره خوندي دی خو د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو ادارو په طالبانو تور پورې کړی چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو ځیني پخواني غړي د محکمې پرته نیولي، شکنجه کړي او اعدام کړیدي.

طالبان دا تورونه نه مني.

په افغانستان کې د طالبانو بیا واکمن کیدو څخه وروسته لس ګونو زرو افغانانو چې ډیری یې باسواده و او په پخواني حکومت کې یې دندې درلودې، هیواد لدې ویرې پریښود چې طالبان یې ښایي ونیسي.

متحده ایالاتو، کاناډا او اروپایي هیوادونو د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې راپدیخوا چې طالبانو کابل ونیوه، څه باندې ۱۵۰ زره افغانان د افغانستان څخه په بیلا بیلو لارو ایستلي او پنا یې ورته ورکړې.

د طالبانو د اطلاعات او کلتور سرپرست وزیر خیرالله خیرخواه هم تیره اوونۍ ادعا کړې وه چې د کابل پوهنتون استادانو ته د بهر څخه بلنه ورکول کیږي چې پدې پوهنتون کې دنده پریږدي او په نورو هیوادونو کې دې د کډوالۍ لپاره عریضه ورکړي.

ښاغلي خیر خواه دا څرګندونې ورسته تر هغه وکړلې چې په مطبوعاتو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د کابل پوهنتون شاوخوا ۴ سوه استادانو د امنیتي اندیښنو، طالبانو د بندیزونو او نورو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو له کبله هیواد پریښی او نورو هیوادونو ته کډه شوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر پخپلو خبرو کې ومنله چې د بلغاریا څخه د مړو شویو افغانانو د جسدونو لیږد د دې ډلې په حکومت د بندیزونو له کبله وځنډیده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل تیره اوونۍ په اعلامیه کې ویلي، چې ددغو افغان کډوالو جسدونه د اریانا افغان هوايي شرکت په یوه الوتنه کې د بلغاریا څخه کابل ته انتقال شوي دي.

په دې اعلامیه کې له بلغاریا څخه د جسدونو په انتقال کې د ځنډ د علت په اړه ویل شوي، چې "د بلغاریا د محکمې د فیصلې د ځنډ او د جسدونو انتقالوونکو شرکتونو ته د پیسو د لیږد په برخه کې بانکي بندیزونو له امله د جسدونو انتقال له ځنډ سره مخامخ شوی و ".

د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت ویلي و، چې په دغه لارۍ کې شاوخوا څلویښت افغان کډوالو، چې د لرګیو لاندې یې ځانونه پټ کړي و سفر کوه.

طالبانو د بلغاریا د کورنیو چارو د وزارت د اعلان وروسته افغانستان ته په یو چارتر الوتکه کې ددغو افغانانو د جسدونو د انتقال لپاره چمتوالی ښودلی و.