شاته

پر مسکو د ډرون په بریدونه کې څو ودانیو ته زیان رسیدلی

د بې پیلوټه ډرون الوتکو یو برید د سه شنبې په ورځ ۳۰ مۍ (جوزا نهم) مسکو ولړزوه او ځینو ودانیو ته یې یو څه زیان هم ورسوه.

د روسیې د دفاع وزارت دا پیښه د "کیف د رژیم" له خوا " تروریستي برید" ونوموه او ویې ویل، چې پنځه ډرون الوتکې یې نسکورې کړي او د درې نورو الوتکو سیستم یې ویجاړ کړی، چې له امله یې ددغو الوتکو د حرکت لاره بدله کړې ده.

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین وویل، چې " کم زیان" څو ودانیو ته رسیدلی دی او زیاته یې کړه، چې له دوو ودانیو څخه، چې زیان یې لیدلی اوسیدونکي یې ایستل شوي دي.

سرګي سوبیانین د خپل تلګرام په پاڼه لیکلي:" دوه تنه د ناڅرګندو ټپونو له امله تر درملنې لاندې دي، خو په روغتون کې د بستري کیدو اړتیا یې نلرله".

دا لومړی ځل دی، چې په مسکو کې ملکي وګړي د اوکراین د جګړې څخه زیان ویني.

اوکراین ددغه برید په اړه، چې پر دغه هیواد د کرملین د یرغل له پیل څخه ترټولو یو زړور برید ګڼل کیږي تراوسه تبصره نده کړې.

د کرملین ویاند ډیمیتری پسکوف خبریالانو ته وویل:" د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د سه شنبې په ورځ خپل کار وختي پیل کړ ترڅو د مختلفو ادارو څخه د ډرون د الوتکو د بریدونو په اړه معلومات ترلاسه کړي".

د کرملین ویاند وویل، چې پونین ددې برید په اړه د کومې وینا کولو نیت نلري. هغه وویل، چې پر روسیه باندې بریدونه په اوکراین کې د جګړې د قانوني تعقیب اړتیا پیاوړې کوي.

دا په روانه میاشت کې پر مسکو باندې د ډورن الوتکو دوییم برید دی. روسي چارواکو د دې میاشتې په سر کې د کرملین په ماڼۍ د بې پیلوټه ډرون الوتکو د برید خبر ورکړی و او تور لګولی و، چې اوکراین د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د وژلو نیت درلود، خو کیف دا تور رد کړی دی.

د مسکو سربیره اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې څو نورو ښارونو باندې هم بریدونه کړي دي. د تیر۲۰۲۲ کال د ډسمبر په میاشت کې مسکو ادعا وکړه چې د روسیې په لودیځ کې د ساراتوف او ریازان د سیمو د پوځي تاسیساتو په فضا کې ډرون الوتکې ویشتلي دي. د ساراتوف په هوايي ډګر باندې په برید کې لږ ترلږه درې روسي سرتیري وژل شوي و.

همداشان روسیې د سه شنبې په لومړیو ساعتونو کې د اوکراین پاتیخت کیف باندې بریدونه ترسره کړل، چې لږ ترلږه یو تن په کې ووژل شو او ددغه ښار اوسیدونکي یې پناه ځایونو ته تللو ته اړکړل.

اوکراین ویلي، چې د کیف په ښار د سه شنبې د ورځې په بریدونو کې لږ ترلږه په ایران کې د شاهد په نوم جوړې شوې ۲۰ ډرون الوتکې یې نسکورې کړې دي.

د اوکراین هوايي ځواکونو ویلي، چې د ۳۱ بې پیلوټه ډرون الوتکو، چې د سه شنبې د ورځې په عملیاتو کې یې برخه لرله ۲۹ یې نسکورې کړي دي.