شاته

د نړيوالې رسه کشۍ په جريان کې چين د سوډان سره کلکې اړيکې غواړي

واشنګټن - چين د سوډان په توانايۍ، زراعت او ټرانسپورټ څانګو کې ډېره پانګونه کړې او د کال 2005 نه په دې خوا يې نزدې شپږ بيلينه ډالره سرمايه کاري کړې ده.

په جنګ ځپلي سوډان کې د چين مفاد کال 1959 ته رسي کله چې چين خرطوم په رسميت وپېژند خو په سوډان کې د بيجينګ دلچسپي د امريکا لخوا په کال 1998 کې د دغه هېواد خلاف د اقتصادي بندېزونو لګولو په ترڅ کې پيدا شوه.

چين د سوډان د تقسيم نه وړاندې د دې هېواد د تېلو په کوهيانو ابادولو کې غټ لاس لري او د کال 2010 نه وړاندې يې درې بيلينه ډالر سرمايه کاري پکې کړې وه.

په واشنګټن کې د منځني ختيځ د چارو کارپوه تيوډور کراسېک وايي د بيجينګ مفادات د سوډان سره د عمر البشير د حکومت په وخت کې وځلېدل. ايران د سوډان په پوځي صنعتي کمپنۍ کې خپلې ګټې ګوري.

چين د سوډان په روانه جګړه کې بې پلوه پاتې دی او د کراسېک په وينا بيجينګ د جنګ د ودرېدو وخت انتظار کوي چې د سوډان سمندري بندر پورټ اف سوډان د ختيځ په افريقايي هېوادونو کې په غټو ودانو کې د سرمايه کارۍ د پاره وکاروي.

ځانګړې ویډیوګانې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوان بریا ته د ترکانو ګډ غبرګونونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:06 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00