شاته

اېمل ولي خان: په صوبه کې د وسله والو د ابادکارۍ په نتیجه کې حالات خراب شوي دي

د عوامي نېشنل پارټۍ، ای اېن پي، د خېبرپښتونخوا صدر اېمل ولي خان ویلي په صوبه کې د وسله والو د اباد کارۍ په نتیجه کې حالات خراب شوي دي.

د ای اېن پي د یو ټويټ ترمخه، د نهې، سه شنبې، په ورځ په پېښور های کورټ کې د ګوند د یو خواست د اورېدنې وروسته اېمل ولي خان خبریالانو ته وویل چې وسله والو سره د پخواني حکومت د مفاهمت په لړ کې يې عدالت ته خواست کړی چې د نهې، سه شنبې، په ورځ پې اورونه وشوه.

هغه وویل عمران خان او د ايي اېس ايي پخواني مشر جنرل فېض حمید د پښتونو خاوره یو وارې بیا د هغه په قول د اور لوبې ته یو وارې بیا ټېله کړې ده.

هغه وویل د طالبانو چې کومه اباد کاري شوې د دې دلاسه حالات دې حد پورې خراب شوي دي چې هره ورځ خلک وژل کېږي خو خبرونه يې په ټېلې وژن نه ليدل کېږي.

اېمل ولي خان وویل پاکستاني طالبانو سره د مفاهمت وروسته د پېښور د پولیس مرکز په شمول یو شمېر لوی حملې شوي دي.

هغه دعوه وکړه چې په پونیر، سوات او په نورو ضلعو کې وسله وال ازاد ګرځي.

د خېبرپښتونخوا پخوانی د وزيراعلا محمود خان او د صوبې پخوانی وياند او د صوبايي حکومت پخواني مشير بېرسټر سېف ویلي تحریک طالبان سره خبرې وشي دي خو په نتیجه کې یې وسله وال په صوبه کې نه دي اباد کړی شوي.

بېرسټر سېف وايي مذاکرات یې کړي دي او په ښکاره یې کړي دي او هدف یې په خاوره امن راوستل وو.

د عوامي نېنشل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان پېښور هايکورټ ته پيټيشن يا خواست کې غوښتنه کړې چې په پښتونخوا کې د ترهګرو د بيا ابادکارۍ د عمل د پلټنو دپاره دې د لوړې کچې کميټي جوړه کړی شي.

اېمل ولي خان د پنجشنبې- زیارت په ورځ عدالت ته په ورکړي خواست کې ويلي، د ترهګرو په بيا اباد کارۍ کې ککړ ټول کردارونه او معاهدې دې د ولس په وړاندې راوړل شي او د پېښور هايکورټ د چیف جسټس په مشرۍ کې دې د دغه ټول عمل عدالتي پلټنې وشي.

په خواست کې پخوانی وزيراعظم عمران خان، د پاکستان صدر عارف علوي، د استخباراتي ادارې [ايي اېس ايي] پخوانی مشر فېض حميد، د خېبرپښتونخوا پخوانی وزيراعلا محمود خان او د صوبې پخوانی وياند او د وزيراعلا مشير بېرسټر سېف، مرکزي او صوبايي حکومت فريق جوړ کړل شوي دي.

د وي او اې ډيوه سره په خبرو کې بېرسټر سېف ویلي د مذاکراتو په نتيجه کې يو کس هم نه دی اباد کړی شوی که او که د چا سره ثبوت وي نو راوړاندې دې کړي. هغه په صوبه کې د وسله والو د اباد کارۍ خبره دروغ وبلله.

د پېښور هایکورټ ته د ای اېن پي په خواست د پوځ یا د ايي اېس ايي، د عمران خان او یا د نورو فريقېنو دریځ لا مخې ته نه دی راغلی.

ځانګړې ویډیوګانې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوان بریا ته د ترکانو ګډ غبرګونونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:06 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00