شاته

د بریتانیا صدراعظم په دوه اړخېزو مسائیلو د خبرو لپاره واشنګټن ته ځي

د بریتانیا د صدراعظم دفتر نن سه شنبه مۍ ۳۰ (جوزانهمه) اعلان وکړ چې رېشي سوناک د امریکا متحدو ایالتونو ته ځي چې له ولسمشر جو بایډن سره ملاقات وکړي.

ټاکل شوې چې هغه بله اوونۍ واشنګټن ته سفر وکړي.

جو بایډن د مارچ په میاشت کې د امریکا په سن ډیاګو کې د رېشي سوناک سره د ملاقات په مهال هغه ته د امریکا بلنه ورکړې وه. سوناک هغه وخت له استرالیا سره د اتومي اوبتلونو د قرارداد لپاره امریکا ته راغلی و.

ټاکل شوې چې دواړه خواوې به په اقتصادي، اقلیم د بدلون او نورو برخو کې د نژدې همکارۍ په اړه خبره وکړي.

د رېشي سوناک ویاند په لندن کې خبریالانو ته وویل: «دا به یو ښه فرصت وي چې له اوکراین سره زموږ د دوامدارو مرستو په ګډون په نورو مسائیلو هم خبرې وشي.»

امریکا او بریتانیا دواړه د روسیې په مقابل کې د اوکراین ننګه کوي چې روانه جګړه وګټي.

بریتانیا اوکراین ته د اوږد واټن وېشتونکو میزایلو د ورکولو اعلان کړی دی. جوبایډن بیا د جي-۷ هېوادونو په وروستي غونډه کې اوکراین ته د اف-۱۶ جټ الوتکو د ورکولو ننګه وکړه او ویلي دي چې وربه یې کړي.

د فرانسې خبري اژانس وایي چې د دواړو هېوادونو مشران به د ازاد تجارت په مسئلې هم وغږېږي، بریتانیا له اروپايي ټولنې څخه وتلې ده او له امریکا سره د سودګرۍ او تجارت مسئله ورته ډېره مهمه ده. د سوناک ویاند وویل چې دا مسئله په اجنډا کې شامله نه ده.

جو بایډن او سوناک څه موده مخکې، چې ولسمشر بایډن شمالي ایرلنډ ته په سفر تللی، هم ولیدل.