شاته

ملګري ملتونه: افغانستان کې لوږه ډېرېدونکې او د اندېښنې وړ ده

د ملګرو ملتونو دوو ادارو د دوشنبې په ورځ مۍ ۲۹ (غبرګولي اتمه) په افغانستان او شمېر نورو هېوادونو کې د لوږې او خوړو د بېړنۍ اړتیا د ډېرېدو خبرداری ورکړ.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام اندېښنه ښودلې چې په افغانستان، نایجریا، سومالیا، سودان، یمن او څو نورو هېوادونو کې ناامنۍ او پر خلکو او توکو بندیزونه د لوږې د ډېرېدو لاملونه ګڼل شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغو ادارو ویلي چې په دغو هېوادونو کې چې خلک یې واردمخه د لوږې سره لاس او ګریوان دي، د خوراکي موادو د کمښت له اړخه خطرناک لوري ته روان دي، او په یادو هیوادونو کې یې د خلکو د ژغورنې لپاره پر نړیوالو د مرستو کولو غږ کړی.

د خوړو د نړیوال پروګرام د بېړنۍ برخې مشر کیونګنان پارک وايي هغه خلک چې د لوږې سره مخ دي، په را روانو پنځو میاشتو کې به یې وضعیت نور هم ترینګلی شي. نوموړی وايي: "نه یوازې دا چې موږ محدودو مالي امکاناتو ته لاسرسی لرو، بلکې موږ پداسې یو حالت کې یو چې موږ به له هغې اندازې چې مرسته ورسره کولای شو، زیات اړمن خلک ولرو."

تېره اونۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د افغانستان په یو شمېر شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې د غنمو پر کروندو د ملخانو د برید له امله په افغانستان کې تر ۱۲۰۰ زره ټنه غنمو د فصلونو د له منځه تللو د امکان خبرداری ورکړ. ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې چې د دې ملخانو له امله به افغانستان ته تر ۴۸۰ میلیونو ډالرو پورې زیان واوړي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې د نړۍ ۲۲ هیوادونه یاد شوي چې د سختې لوږې له خطر سره مخ دي. خو پدغو هیوادونو کې یې نهه د نورو په پرتله د زیاتې اندېښنې وړ ښودل شوي او ملګري ملتونه وايي، د یادې ستونزې له نظره غورځول به ناوړه پایلې ولري.

کیونګنان پارک وايي: "که موږ دې ستونزې ته اوس پام ونکړو، موږ به اړ یو چې په را روانو څو میاشتو کې د دې ستونزې د درې او څلور برابره حالت سره چلند وکړو. زما په اند موږ اړ یو چې پدې مهم وخت کې پدې اړه خپل چلند بدل کړو."

د خوړو د خوندیتوب په اړه د ملګرو ملتونو راپور د نړۍ په یو شمېر بېوزلو هیوادونو کې د اقتصادي ناورین د ژورېدلو، او د "ایل نینو" په نوم د اقلیمي بدلون له امله د روان کال له نیمايي وروسته پدغو هیوادونو کې د ناوړه اقلیمي حالاتو د رامنځته کېدو اټکل کوي.