شاته

د عطا او مجاهد لانجه "طالبان د سولې فرشتې دي"

د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور، د سولې د عالي شورا د یو غړي عبدالحکیم مجاهد د څرگندونو په اړه چې گواکې طالبان یې "د سولې فرشتې" بللي دي، وایي د حکومت او شخصا د جمهور رئیس غني نه غواړي چې عبدالحکیم مجاهد ونیسي او جزا ورکړي.

ښاغلی نور وایي " کله چې د سولې د یو مهم بنسټ یو غړی هغوی چې هره ورځ بیگناه خلک په وینو او خاورو لړوي د سولې فرشتې گڼي او د سولې شهید او د هیواد ملي قهرمان ته بی حرمتي کوي بايد ځای یې د زندان د میلو شاته وي نه اعزازي مقام".

خو عبدالحکیم مجاهد وایي هغه دا ندي ویلي چې طالبان د سولې فرشتې دي. ښاغلي مجاهد امریکا غږ ته وویل چې ده یواځې د پخواني ولسمشر برهان الدین رباني هغه خبره یاده کړه چې د مجاهدینو د خپل منځي جگړو پر وخت یې ویلي وو چې طالبان گواکې د سولې فرشتې دي.

د ښاغلي نور جدي گواښ ته په کتو سره د ښاغلي مرتضوي نه د عبدالحکیم مجاهد د شخصي مصونیت په اړوند وپوښتل شول، خو هغه په دې هکله له نظر ورکولو ډډه وکړه او وویل چې د هغه خوندیتوب د کورنیو چارو وزارت کار دی.

د عدالحکیم مجاهد د څرگندونو په اړوند د سولې د عالي شورا غړی اسماعیل قاسمیار بیا وایي چې "د بیان آزادي شته او هر څوک کولای شي چې خپل شخصي نظر او فکر څرگند کړي."

ښاغلي قاسمیار زیاته کړه چې "د یو افغان او ددې هیواد د اوسیدونکي په صفت هغه د بیان د آزادۍ حق لري، خو د سولې د عالي شورا د هر غړي خبرې د دې شورا د دریځ ښکارندوی نه کوي".

دا په داسې حال کې دي چې د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور په خپل فیسبوک پاڼه کې په یوه لکینه کې وایي مخکې له دې چې د دښمنانانو پر وړاندې د جگړې لیکو ته لاړ شو لومړی باید دننه په نظام دښمن تصفیه کړو".

  • 16x9 Image

    عارف عثمانزوی

    عارف عثمانزوی د رادیو، تلویزیون او ویب ژورنالیست دی. د څه دپاسه څلور لسیزو راهیسې یې د افغانستان ملي رادیو تلویزیون، جرمني رسنیو، آزادۍ رادیو او د امریکا غږ په مختلفو برخو کې کار کړی.