شاته

ترکیه: د صدارتي انتخاب دویم دور روان دی او نن به صدر ټاکل کیږي

واشنګټن - په ترکیې کې رآی ورکوونکي نن د اتوار/یکشنبې په ورځ د رایو مرکزونو ته روان دي چې د خپل ملک آینده صدر وټاکي.

دا په ترکیې کې د صدارتي انتخاباتو دویم دور ګڼل کیږي چې په کې رجب طیب اردوان او کمال قلېچدار اوغلو د صدارتي عهدې په سر مقابلې ته راوتلي دي. اردوان د تېرو شلو کلونو راهېسي – کله د وزیراعظم او کله د صدر په توګه – د ترکیې مشر پاته شوی او اوس هم د هغه هېواد صدر دی. څو هفتې وړاندې چې په ترکیې کې انتخابات وشول، په هغه کې رجب طیب اردوان تر خپلو نورو رقیبانو زیاتې رایې وګټلې، مګر بیا یې هم پنځوس فیصده پوره نکړل او انتخابات دویم دور ته وغځېدل.

د هغه رقیب، قلېچداراوغلو څلور اویا (۷۴) عمر لري او د اردوان د شپږو رقیبو ګوندونو د اتحاد له خوا رامخې ته شوی دی. هغه د ترکیې د یو حزب اختلاف مشر دی.

د قلېچداراوغلو رقیب، نهه شپېته (۶۹) کلن اردوان دی چې په انتخاباتو کې ماتول یې آسانه نه ښکاري. اردوان په داسې حال کې د انتخاباتو په اول دور کې د ماتې نه بچ پاته شو چې ترکیې کې سخته ګراني راغلې او درې میاشتې وړاندې هغه ملک کې تباه کنه زلزله هم شوې وه.

که رجب طیب اردوان د نن ورځې په انتخاباتو کې کامیابي حاصله کړي، په دې معنا به وي چې دا به د ترکیې د مشر په حیث د اردوان د واکمنۍ درېیمه لسیزه وي. د هغه تر واک اختیار لاندې، د ترکیې حکومت ورځ تر بلې د آمریت خوا ته مخې ته تللی دی.

د نظرپوښتنو نتایج دا څرګندوي چې اردوان د خپل رقیب نه صرف یو څو پواینټه وړاندې دی. ترکیې کې د رایو ورکولو لړۍ نن د هغه ملک په وخت، د مازدیګر په پنځو بجو پای ته رسیږي او طمعه ده چې د هغه نه پس په څو ساعتونو کې به نتایج اعلان کړی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

پاکستان کې په هفته واره ګرانۍ کې کمی راغلی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:03 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00